د پاچاخان د عدم تشدد فلسفې اړتيا لیدل کيږي
۱۳۹۰ آبان ۸, یکشنبهدغه يوه ورځنۍ غونډه د كوټي پوهنتون د پښتوڅانگيله لوري چوړه سوې وه،چيپكښيد شاعرانو، ليكوالانو او سياستوالو ترڅنگ ډيرو زده كوونكيو او عامو خلكو همګډون كړى وو.
په غونډه كي، چي د ټول بلوجستان څخه ډيری کسان راغلي ولد خدايي خدمتګارانو غورځنګ دباچا خان د عدم تشدد پرفلسفېبانديويناوي وسوې اوليكليمقالې پكښيواورول سوې.
د بلوچستان پوهنتون د پښتو ځانګيمشر ډاكټر نصيب الله سېماب،چي دغه يوه ورځنۍ غونډه يېرابللې وهدويچه ويله پښتو انټرنيټ پاني ته وويل،دغونډي هدف د پاچاجان د سپېڅلي فلسفې څخه د نوي نسلخبرول دي.
خان عبدالغفارخان چيد پاچاخان فخر افغان او سرحدي ګاندهي په نامه هم پېژندل کيږي خپل ټولنيز کار په منظمه توګه په ١٩٢١ميلادي کال کيپيل او د(انجمن اصلاح افاغنه) ټولنې بنسټ يې کښېښود.
نومړي غوښتل چيافغانان ليک لوست زده کړي،خراب دودونه پرېږدي او په خپلو منځو کې سره نزدې سي، خو په بلوچستان پوهنتون كيد پښتو ژبې استاد بركت شاه وايي، باچاخان يو ډېر لوى سړى دى خو له بده مرغه زموږ رياستي ادارو ورته چندان پام نه دى اړولى.
ډيری کارپوهان په دې نظر دي، چي ځوانان بايد د پاچانان په فلسفه باندي ځانونه پوه کړي.
په غونډه کي ( د سرحدي ګاندهي: باچاخان، د سوليمشال) په نامه د فلم څو نمونې هم پهوښوودل سوې، چيد امريکا مېشتيکاناډاييفلم جوړونکياو ليکواليټېري مېک لوهن(Teri McLuhan) لخوا جوړ سوی دی. د هغې په خبره د فلم بشپړېدو٢١ کاله وختنيولوی.
حبيب الرحمن تاثير/ کوټه
کتونکی: نجيب الله زيارمل