پاکستان په داسي حال کي له اندونيزیا دا غوښتنه کړې ده چي اندونيزيا لږ تر لږه د درو بهرنيانو د اعدامولو پلان لري. په دغو کي د پاکستاني تر څنګ يو نايجيريا او يو د زمبابوې اتباع شامله دي. په ټوليزه توګه اندونيزيا غواړي چي په روان مېلادي کال کي ۱۶ کسان اعدام کړي.
په جکارتا کي د پاکستان د سفارت چارواکي سيد زاهد رضا و رايټرز خبري آژانس ته ويلي دي: «موږ د اندونيزيا و حکومت ته يو خط ليکو چي دغه اعدام دي وځنډوي ولي چي... موږ داسي اندېښنه لرو چي دغه محاکمه عادلانه نه وه.»
رضا زياته کړې چي د اندونيزيا لوی څارنوال ويلي چي په ۲۰۰۵ کال د ۳۰۰ ګرامو هيروينو د قاچاق په هڅه تورن پاکستانی به په نژدې راتلونکي کي اعدام سي. دغه تورن کس ذولفقار علي نوميږي. د رضا په وينا د ذوالفقار د اعدام د پلي کولو په تړاو د اندونيزيايي چارواکو خط و پاکستاني چارواکو او هم يې کورنۍ ته لېږدول سوی دی.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه(12.03.2014):
انځورونه: افغانستان اوس هم د مخدره موادو په توليد کي لومړی ځای لري
د ۲۰۱۴ کال په پای کي بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي. خو په دغه هيواد کي په ۲۰۱۳ کال کي د کوکنارو کښت نور هم زیات سوی وو.
انځور: picture alliance/AP Photo
د نړۍ په بل هيڅ هيواد کي د افغانستان په کچه ترياک نه توليديږي. د نړۍ ۹۰ سلنه تارياک په دغه هيواد کی توليديږي. په ۲۰۱۳ کال کي په افغانستان کي پر ۲۰۹ زره هکټاره مځکه باندي کوکنار کرل سوي ول.
انځور: picture alliance/dpa
له مخدره موادو سره د ملگرو ملتونو ادارې په کلني راپور کي راغلي دي چي په ۲۰۱۳ کال کي د کوکنارو کښت په سلو کي پنځوس زيات سوی وو. په ۲۰۱۳ مېلادي کال کي په افغانستان کي ۵۵۰۰ ټنه تارياک توليد سوي دي.
انځور: picture-alliance/ dpa/dpaweb
د ملگرو ملتونو کاربوهان په دې نظر دي چي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره به د کوکنارو کښت نور هم زيات سي.
انځور: AP
د ملگرو ملتونو د اټکل له مخي هر کال په افغانستان کي د نزدې ۹۵۰ ميليونو ډالرو په ارزښت تاريا ک توليديږي چي دغه د دغه هيواد د ملي ناخالصو عايداتو ۴ سلنه جوړوي. افغان حکومت اعلان کړی دی چي په ۲۰۱۱ کال کي د دغه هيواد ۲۰۰زره کورنيو د خپل ژوند اړتياوي د کوکنارو په کرلو سره پوره کړي دي.
انځور: Getty Images
افغان بزگران د هر کيلو تارياک په بدل کي ۱۵۰ ډالره ترلاسه کوي چي دا و کوکنارو ته د کرلو غوښتنه ډيروي. د کوکنارو د بديل په برخه کي د نړيوالو تلاښوونو تر اوسه پوري کوم ځای نيولی نه دی.
په وروستیو کلونو کي ډيرو بزگرو د زعفرانو کرلو ته مخه کړې ده. په افغانستان کي د زعفرانو يو کيلو له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۵۰۰ ډالرو پوري پلورل کيږي او له هيواد څخه دباندي بازارونو کي له ۷۰۰۰ څخه تر ۷۵۰۰ ډالرو پوري بيه لري.
انځور: DW
سږ کال افغان چارواکو اعلان کړی دی چي په افغانستان کي د زعفران د خرڅلاو بازار نور هم راکښته سوی دی. د دوی په خبره اوس د يوه کيلو زعفرانو بيه ۱۵۰۰ ډالره ده او په نړيوالو بازارونو کي په ۴۵۰۰ ډالرو پلورل کيږي.
انځور: DW/H. Hashimi
د ملگرو ملتونو په راپور کی راغلي دي چي د افغانستان د تارياکو د توليد سم نيمي برخه يې يوازي په هلمند ولايت کی توليديږي. افغان حکومت له کلونو راهيسي تلاښ کوي چي د کوکنارو د کښت پر وخت يې مخنيوی وکړي خو بريالی سوی نه دی.
انځور: AP
په افغانستان کي وسله وال طالبان هم د تارياکو له توليد او قاچاق څخه گټه اخلي. کليوالي اوسيدونکي هغوی ته «عشر» ورکوي.
انځور: AP
روسيه له کلونو راهيسي له افغانستان څخه د ور قاچاقېدونکو مخدره موادو څخه کړيږي. په انځور کي د تاجيکستان په سرحد کي نيول سوي مخدره مواد ښکاري چي له افغاني قاچاق کوونکي څخه نيول سوي دي.