د پاکستاني خبريال په وژني ISI تورنيږي
۱۳۹۰ خرداد ۱۱, چهارشنبهسليم شهزاد د يوې ايټالوۍ انټرنيټ پاني سره کار کاوه، چي دوې ورځي د مخه لا درکه سوی و،چي وروسته يې جسد پيدا سو. د پوليس په وينا د هغه پر جسد د زور زياتي نښي نښاني ليدل کيدې.
پلازمېني اسلام آباد ته څېرمه د اسامه بن لادن تر وژل کيدو وروسته پر ISI د خلکو شکونه لا ډير سوي دي. د ISI يو پخواني کارکونکی وايي « د ISI په باره کي د خلکو ذهنيت هسي هم خراب وو او اوس دا اداره تر ډير فشار لاندي ده.» هغه زياته کړه « تر دي پخوا دا اداره هيڅکله دومره نه وه خرابه لکه اوس چي ده.»
شهزاد د القاعدې او پوځ تر منځ د ممکنه اړيکو پر سر څيړنه کوله چي دا خورا ډيره حساسه موضوع ده. پداسي وخت کي چي واشنګټن په دې خبره حيران دی چي څنګه اسامه بن لادن د يوي پوځي چاوڼي تر څنګ کلونه کلونه پټ ژوند کاوه.
هيومن رايټس واچ وايي چي 40 کلن شهزاد ISI لخوا تر اخطاري تليفونونو وروسته د خپل خونديتوب په اړه فکرمند وو، او د 2010 م کال را پديخوا د يادي شبکې تر څار لاندي وو.
خو ځيني څيړونکي دا هم وايي، چي کيداي سي دغه کار د اورپکو له خوا تر سره سوی وی. شهزاد د اورپکو او القاعدې په اړه څو څو واري ليکني کړي دي.
خبريالان وايي چي د شهزاد وژني د بيان د آزادۍ په اړه ډيري ويرونکي پوښتني را ولاړي کړي دي. دا پداسي حال کي ده چي پاکستان د خپل ملګري هيواد امريکا څخه په ملياردونو ډالره مرسته تر لاسه کوي او پاکستان د يو دموکراتيک هيواد په نوم يادوي.
يو پاکستانی خبريال سيد عمر چيمه وايي:« که دا کار ISIتر سره کړی وي دا په دي معني ده چي موږه ديوال ته درول سوي يو اودا ظلم ته ځای ورکول دي.»
تير کال چيمه د شکمنو استخباراتي کسانو لخوا يو نامعلوم ځاي ته تښتول سوی و، چي دهغه په وينا په سوټو وهل سوی و.
هغه وايي « پاکستان زما خوږ هيواد دی، خو هيڅوک دلته خوندي نه دی، زه په خپل کور کي د زندان په څېر اوسيږم. ځکه چي زه ويريږم کله چي د کوره بهر ته ځم.»
د بي پولي خبريالانو د راپور پر اساس پاکستان د خبريالانو له پاره تر ټولو خطرناکه هيواد دی.
اژانسونه/ سيد رياض
کتونکي:نجيب الله زيارمل