پنجاب: د پاکستاني طالبانو حمله کې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې
۱۴۰۲ مهر ۹, یکشنبه![د آرشیف انځور - پاکستاني ځواکونه د ګزمې پر مهال](https://static.dw.com/image/64164369_800.webp)
اسوشتید پریس د پولیسو د یو ویاند، عمران نواز له قوله خبر ورکوي چې يوه ډله وسلوالو چې شمېر ېې د ۱۰ تر ۱۲ پورې وو، تر نیمې شپې وروسته ېې د میانوالي ولسوالۍ په عيسی خيلو سیمه کې د پولیسو پر کوندل پوسته حمله وکړه. د کوندل پوسته د خيبر پخښتونخوا ایالت ته نژدې پرته ده.
نواز وويل چې تر حملې وروسته کمکي ځواکونه سیمې ته ورسېدل چې د دغو ځواکونو او وسلوالو تر منځ ډزو د ساعتونو له پاره ادامه درلوده. هغه زیاته کړه چې د ډزو په جریان کې دوه وسلوال هم ووژل شول او يو ټپي شو، خو ټپي شوی کس له خپلو نورو ملګرو سره په تېښته بریالی شو.
نواز وویل چې د حمله کونکو د موندلو په موخه د پلټنې عملیات پيل شوي دي.
په رپوټ کې زیاته شوې چې د تحریک طالبان پاکستان يا تي تي پي یو ویاند، محمد خراساني، د دغې حملې مسئولیت منلی دی.
پاکستاني طالبانو د افغان طالبانو څخه جلا ډله ده چې په پاکستانکې د امنيتي ځواکونو پر ضد حملې کوي. دغې له هغه وخته چې په افغانستان کې افغان طالبان واک ته رسېدلي دي، خپلې حملې ډېرې کړي دي.
(AP)mks/aa