پاکستاني لمونځ کوونکو له پولیسو سره ولې جګړه کړې؟
۱۳۹۹ فروردین ۱۶, شنبه![Pakistan Coronavirus Covid](https://static.dw.com/image/52808887_800.webp)
د پاکستان په ستر بندري ښار کراچۍ کې یو شمیر لمونځو کوونکو وروسته له هغې له پولیسو سره په اخ او ډب پیل وکړ، کله چې پولیسو غوښتل د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه د جمعې د لمانځه مخه ونیسي. د پاکستان د محلي تلویزیونو په انځورونو کې لیدل کیږي چې لسګونه کسان د پولیسو پر دوو موټرو پسې منډې وهي او پر هغوی باندې د تیږو ګوزارونه کوي.
په دغو انځورونو کې همدا راز لیدل کیږي چې د پولیسو یو افسر د خلکو د تیتولو له پاره هوايي ډزې کوي.
پاکستان چې په ټوله نړۍ کې د ډیر نفوس له کبله پنځم ستر هیواد دی، د کرونا وبا د خپریدو له کبله یې خبرداری ورکړی. تیره اونۍ وروسته له هغې چې د پاکستان حکومت په دې ونه توانید چې خلک په کورونو کې لمونځ کولو ته اړ کړي، د دې هیواد حکومت په جنوبي سند ایالت کې چې د کراچۍ بندري ښار یې هم برخه ده، د جمعې د ماسپښین پرمهال یوازې د دریو ساعتونو له پاره د ښار د تړلو پریکړه وکړه.
د سند ایالات د معلوماتو وزیر سید ناصر حسین شاه، په دې هکله وویل: «د خلکو د ژوند د ژغورلو له پاره، په جوماتونو کې د لمونځ کولو د منع کولو پریکړه شوې ده.» په پاکستان کې تر اوسه پورې د کرونا ویروس ۲۴۵۸ مثبتې پیښې ثبت شوي دي. د دغو پیښو زیاتره برخه د تبلیغیانو د یوې غونډې اړوند دي چې پکې له ټول پاکستان څخه زرګونه کسان راټول شوي وو.
یو تعداد نورو شیعه زیارت کونکو بیا په ایران کي د زیارتونو پر وخت پاکستان ته د کرونا مرض له ځانونو سره وړی دی.
په ورته وخت کې په بنګله دیش کې هم حکومت له خلکو غوښتنه کړې وه چې د جمعې لمونځ په کورونو کې ادأ کړي، خو بیا هم یو شمیر بنګالیانو د حکومت دغه غوښتنه له پامه غورځلې وه او په جوماتونو کې د لمانځه له پاره راټول شوي وو.
بنګله دیش چې شاوخوا ۱۶۰ میلیونه نفوس لري او د ځمکې د مساحت له کبله د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه شمیرل کیږي چې ډیره ګڼه ګوڼه لري، تراوسه پورې پکې د کرونا ویروس ۶۱ مثبتې پیشې ثبت شوي دي. د بنګله دیشي چارواکو په خبره په دې هیواد کې کرونا و یروس تر اوسه پورې ۶ تنه قربانیان اخیستي دي.