1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستاني پوځ عملیاتو کې درې وسله وال وژل شوي

۱۴۰۲ مهر ۴, سه‌شنبه

د پاکستان پوځ د سې‌شنبې پر ورځ خبر ورکړ، چې د افغانستان پولې ته نیږدې یې د شکمنو وسله والو پر یوه پټنځای عملیات کړي، چې د ډزو پایله کې درې وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ
د پاکستان پوځانځور: picture-alliance/AP Photo/A. Naveed

د پوځ د خبرپاڼې له مخې، د خیبرپښتونخواپه خیبر سیمه کې د دوشنبې په ماښام د ډزو په ترڅ کې د وسله والو یو قومندان هم وژل شوی دی. دغې سیمې کې پخوا پاکستاني طالبانو فعالیت درلود.

د پاکستان پوځ په دې اړه ډېر جزئیات نه دي ورکړي؛ خو ویلي یې دي وژل شویو وسله والو پخوا د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي وو. د پاکستاني طالبانو تحریک د ټي ټي پي په نوم هم یادېږي، یوه ځانګړې ډله ده خو د افغان طالبانو متحده ډله ګڼل کېږي.

د څارونکیو په باور، پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو پاکستاني طالبان پیاوړي کړي او دغې ډلې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو خپلو بریدونو ته زور ورکړی.

Hs/OD/af (AP)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل