1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستاني پوځ مشر په بروکسل کې له امنیتي چارواکو سره لیدلي

۱۴۰۰ بهمن ۳۰, شنبه

د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه بلجیم ته د رسمي سفر په ترڅ کې په بروکسل کې د اروپا له لوړپوړو پوځي او سیاسي مشرانو سره لیدلي دي. په دغو ملاقاتونو کې د افغانستان پر روان وضعیت هم خبرې شوي دي.

Belgien | Besuch General Qamar Javed Bajwa
د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه او د اروپا د بهرني عمل خدماتو عمومي منشي EEASانځور: Embassy of Pakistan

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه تیره ورځ د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د اروپا د بهرنیو چارو ادارې (EEAS) له سکرتر جنرال سټیفانو سانینو او د اروپايي اتحادیې د پوځي کمېټې له مشر جنرال کلاډیو ګرازیانو سره لیدلي دي.

په دې ترڅ کې د ګډو علاقمندیو سربیره، د سیمه ایز امنیت پر عمومي وضعیت، د افغانستان پر روان وضعیت او د پاکستان او اروپايي اتحادیي پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوې دي. 

د پاکستاني پوځ مشر د اروپايي ټولنې دغو لوړپوړو پوځي او دفاعي چارواکو ته ډاډ ورکړی دی چې پاکستان له اروپایي اتحادیي سره خپلو اړیکو ته ډیر ارزښت ورکوي.

باجوه ویلي دي چې اسلام آباد په راتلونکي کې له اروپا سره د مشترکو ګټو او دوه اړخیزو ارتباطاتو په برخه کې د لا زیاتې نږدې همکارۍ غوښتونکی دی. 

اروپايي چارواکو په سیمه ایزه کچه د امنیت او ثبات په برخه کې د پاکستان د کوښښونو ستاینه وکړه او په راتلونکي کې یي په هره کچه د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

جنرال باجوه په بروکسل کې د بلجیم د دفاع له وزیرې لودوین دیډندر، د دې هیواد له لوی درستیز میشل هوفمن او د پوځ له مشر میجر جنرال پیری جیرارډ سره هم لیدلي دي.

په دې لیدنه کتنه کې د سیمه ایز امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په څیر موضوعاتو بحث وشو. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی اس پي آر) له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې دواړو خواو د دوه اړخیزو پوځي او دفاعي مناسباتو د مستحکم کولو او په دې برخه کې د همکاریو پر لا زیات پراخولو ټینګار کړی دی.

په ځانګړي توګه د دواړو خواو د پوځ ترمنځ د اړیکو، دفاعي تولید، روزنه، له ترهګرۍ سره د مبارزې، او په استخباراتي برخو کې د همکارۍ او پرمختګ پر زیاتولو ټینګار شوی دی. 

د بلجیم لوړپوړې پوځي او سیاسي رهبرۍ د پاکستان پوځ د مسلکي وړتیا ستاینه وکړه او ترڅنګ یي په سیمه ایزه کچه د امنیت او ثابت تضمینولو په برخه کې د پاکستان د رول او کوښښونو ستاینه وکړه.

بروکسل ته د پاکستان د پوځي مشر جنرال قمر جاوید باجوه د سفر پر مهال په ټولو مهمو مسائلو او برخو کې د پاکستان او بلجیم هیوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو پر پراخولو توافق رامنځته شوی دی.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح