ایران د طالبانو او پاکستان ترمنځ د منځگړيتوب وړاندیز کړی
۱۴۰۴ مهر ۲۶, شنبه
دغه ایرانی چارواکي ویلي چې هېواد یې د وروستیو ترینګلتیاوو د راکمولو لپاره د هر ډول همکاریو چمتووالی لري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په ټولنیز شبکه «ایکس» (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د دوی د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سیمه ایزو موضوعاتو په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو په اړه تلیفوني خبرې کړې دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د متقي له قوله ویلي: «افغانستان د جګړې پلوی نه دی، له پیله د پاکستان لوري زموږ د هوایي حریم په نقض سره جګړه پیل کړې وه.»
ویل کېږي چې په وروستیو څو ورځو کې ددواړو هېوادونو په نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي دي. د جمعې په ورځ د پاکستان د هوایي برید په ترڅ کې د افغانستان د پکتیکا ولایت په یوه سیمه کې لږ تر لږه ۱۷ ملکي وګړي وژل شوي، چې درې تنه یې د سیمه ایز کریکټ لوبغاړي وو.
دغه تلیفوني خبرې په داسې حال کې شوې چې د طالبانو او پاکستان استازي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د وروستیو نښتو په اړه خبرې کوي. د طالبانو پلاوی نن د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ قطر ته رسیدلی دی، داسې مذاکرات چې په هکله یې تر اوسه پورې جزئیات نه دي ورکړل شوي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان ملي ټلوېزیون ویلي چې د دې خبرو په دوحه کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف او د استخباراتو مشر جنرال عاصم ملک هم ګډون لري. متقي ویلي چې د طالبانو اداره د دې خبرو د پایلې او مثبتې نتیجې په تمه ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د دوحې خبرو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې دا مسئله باید د ډیپلوماټیکو لارو حل شي. هغه زیاته کړې چې ایران چمتو دی هر ډول مرسته وکړي چې د دې قضیې د حل لپاره اړینه وي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ تازه ترینګلتیا هغه وخت پیل شوه چې طالبانو ادعا وکړه، اسلاماباد د افغانستان هوایي حریم نقض کړی او په کابل کې یې بریدونه کړي دي. که څه هم پاکستان په رسمي توګه دا بریدونه نه دي تائید کړي، خو اسلام اباد تل افغان طالبان تورن کړي چې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي مشرانو او جنګیالیو ته یې په افغانستان کې پناه ورکړې ده، داسې ادعاوې چې افغان طالبانو رد کړې دي.