د پاکستان او طالبانو د ادارې د پوځي وړتیاوو مقایسه
۱۴۰۴ اسفند ۸, جمعه
د پاکستان او طالبانو د ادارې ترمنځ تازه نښتو کې چې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۶ م کال د فبرورۍ ۲۶ مه) پیل سوې، دواړې خواوې ادعا کوي چې مقابل طرف ته یې ډیر تلفات اړولي دي.
د پاکستان د ددفاع وزیر د طالبانو له ادارې سره حتی له «ښکاره جگړې» څخه خبره کړې ده.
اړونده موضوع: پاکستان له طالبانو سره "ښکاره جگړه" اعلان کړې
د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتريخوالي په ډيرېدو سره ، د رویترز خبري آژانس، په لندن کې میشت د ستراتیژیکو د نړیوالو مطالعاتو د انسټیټوت د مرکز د احصائیې له مخې، د دواړو هیوادونو پوځي وړتیاوې ارزولې دي.
د دواړو هیوادونو د پوځي وړتیاوو مقایسه
د پاکستان وسله وال ځواکونه له ښه جلب وجذب برخمن او په ښه توګه ساتل کيږي او خپله پوځي وړتیا یې له خپل اصلي دفاعي شریک، چین څخه د تجهیزاتو په تامين سره پیاوړې کړې ده.
پاکستان پر پوځي اټومي برنامې باندې خپلې پانگونې ته ادامه ورکړې او همدارنگه خپل سمندري او هوايي ځواکونه هم عصري کوي.
په دغه رپوټ کې راغلي دي چې برعکس، د طالبانو د ادارې د وسله والو ځواکونو وړتیاوې مخ په کمیدو دي او له هغو بهرنيو تجهیزاتو څخه په استفاده کې یې توانايی کمه ده چې په ۲۰۲۱ م کال کې یې واک ته د رسیدو پرمهال ترلاسه کړي دي.
سربیره پردې، په نړیواله توگه د طالبانو د ادارې په رسمیت نه پیژندل د پوځ د عصري کولو اصلي خنډ دی.
پوځي پرسونل:
د پاکستان دفاعي ځواکونه ۶۶۰ زره غړي لري چې ۵۶۰ زره تنه یې په پوځ ، ۷۰ زره یې په هوايي ځواک او ۳۰ زره نور یې په سمندري ځواکونو کې مستقر دي.
د طالبانو د ادارې د پوځ ځواک کم دی او د پرسونلو مجموعي شمیر یې ۱۷۲ زره تنه اټکل سوی دی. خو د طالبانو ادارې مخکې ۲۰۰ زرو ته د پوځ د پرسونل د زیاتیدو په هکله یوه طرحه اعلان کړې ده.
توپخانه او جنگي نقلیه وسایط
پاکستان څه د پاسه ۶۰۰۰ زرهي جنگي وسیلې لري. ددغه هیواد د توپخانو شمیر ۴۶۰۰ دستگاوو ته رسیږي.
د طالبانو د ادارې ځواکونه هم د زرهې جنگي وسیلې په واک کې لري چې پکښي د پخواني شوروي د وخت جنگي ټانکونه، زرهي نقلیه وسیلې او تر اوبو لاندې اتوماتيکي نقلیه وسیلې شاملیږي، خو د هغوی دقیق شمیر معلوم نه دی.
په همدې ډول، د طالبانو د ادارې د توپخانې د دستگاوو شمیر چې له درې بیلابیلو ډولونو څخه دي، هم معلوم نه دی.
په افغانستان کې تر هوایي بريدونو وروسته پاکستان امنیتي تدابير کلک کړي
هوايی ځواک
پاکستان ۴۶۵ جنگي الوتکې او څه د پاسه ۲۶۰ هیلیکوپټرونه لري چې پکښې بریدگر او ترانسپورتي هیلیکوپټرونه شاملیږي.
د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان هیڅ جنگي جيټ نه لري. ویل کیږي چې طالبان لږترلږه شپږ الوتکې لري چې ځینې یې زړې او د پخواني شوروي له وخته دي. د طالبانو د ادارې د هیلیکوپټرونو شمیر هم ۲۳ دانې اټکل سوي دي، خو سړی نه سي کولای مشخص کړي چې څومره شمیر یې د الوتنې وړتیا لري.
اټومي وسلې
پاکستان په اټومي وسلو مجهز یو هیواد دی او ۱۷۰ اټومي سرگلولې لري، په داسې حال کې چې افغانستان په اصل کې هیڅ اټومي وسله نه لري.