د پاکستان او ۳۶ هيوادونو ګډ پوځي تمرينات
۱۳۹۵ بهمن ۲۳, شنبهد پاکستان او ۳۶ عربي هيوادونو ګډ پوځي تمرينات
د پاکستان بحري ځواکونو د جمعې ورځې (د فبروۍ ۱۰) راهیسې په عرب سمندرګي کې له ۳۶ هیوادونو سره د ۲۰۱۷ کال سولي په نوم تمرینونه پیل کړي دي. په دې تمرینونو کې د ۹ هیوادونو سمندري جنګي کیشتیو او اوبتلونو برخه اخیستې ده.
تود هرکلی
سمندري قطعات پاکستان ته له رسیدو سره سم له تود هرکلي سره مخامخ شول.
چین، روسیه او امریکا
په دغو سمندري تمرینونو کې د چین، روسیې، او امریکا سربیره د یو شمیر نورو هیوادونو سمندري قطعاتو هم برخه اخیستې وه.
د هم غږي رامنځته کول
د دغو سوله ييزو سمندري تمرینونو هدف په نړیواله کچه د سمندري ځواکونو تر منځ د همغږۍ رامنځته کول دي.
نهه هیوادونه له خپلو سمندري کیشتیو سره
د امریکا او بریتانیې په ګډون نهه هیوادونه د خپلو سمندري تجهیزاتو سره په دغو تمریناتو کې حضور لري.
سوله ۱۷
’سوله ۱۷’ پنځم کثیرالملتي سمندري تمرینونه دي.
د یو بل له تجربو څخه زده کړه
د پاکستان د سمندري ځواکونو د یوه قوماندان په خبره د دغو تمریناتو په ترڅ کې یو د بل له تجربو څخه د زده کړې موقع ترلاسه کوي.
روسیه او پاکستان
د تیرو شپږو میاشتو راهیسې دا دویم ځل دی چې روسیه او پاکستان په ګډو جنګي تمریناتو کې برخه اخلي.
څلور ورځني تمرینونه
دغه سمندري تمرینونه (۲۰۱۷ کال) د فبروی میاشتې په ۱۰ پیل شوي دي او د دغې میاشتې تر ۱۴ نیټې پورې به (څلور ورځې) دوام پیدا کړي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (23.04.2015):
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (25.11.2016):
آیډیاز ۲۰۱۶، د پاکستان د جنگي وسلو نندارتون
په پاکستان کې د وسلو او دفاعي وسیالو کلنې نندارتون «انټرنیشنل ډیفنس ایگزیبیشن اینډ سیمیار» چې آیډیاز ۲۰۱۶، نوم ورکړل شوی د پاکستان په ستر ښار کراچۍ کې تر سره کیږي. (رفعت سعید، کراچۍ»
د پاکستان د پخواني ولسمشر پرویز مشرف د واکمنۍ پر مهال د پېل شوي د دغه نندارتون نهمه دوره د نومبر میاشتې په ۲۲ نېټه په ایکسپو سینټر کراچي، کې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف پرانیسته. په پرانیستغونډه کې د پاکستان لوی درستيز راحیل شریف او د هوايي او سمندري ځواکونو مشرانو هم برخه درلوده.
په آیډیاز ۲۰۱۶، کې د ۴۳ هیوادونو شرکتونه او ستازي گډون لري.
پاکستان له اوکراین سره یو دفاعي تړون کړی دی چې له مخې به په پاکستان کې د الخالد، په نوم جوړیدونکو ټانکونو له پاره اوکراین ماشینونه جوړوي.
پاکستان له ترکیې سره د مشتاق، په نوم د روزنیزو الوتکو د خرڅلاو تړون کړی دی او د چین په مرسته د جي اف ۱۷ تهنډر، الوتکو د عصري کولو تړون بیا له یوه فرانسوي شرکت سره شوی دی. له بل اړخه د آگسټا، نومې اوبتل د عصري کولو له پاره د پاکستان او ترکیې تر منځ تړون شوی دی.
په دغه نندارتون کې بیلا بیل ډول وسلې نندارې ته وړاندې شوي دي.
په نندارتون کې په پاکستان کې جوړې شوې بې پیلوټه الوتکې یا ډرون هم نندارې ته ايښودل شوي دي. براق، نومې ډرون د متحرک هدف د په نښه کولو وړتیا هم لري.
د روسیې، چین، ترکیې، اوکراین، فرانسې او بلجیم د وسلو جوړولو شرکتونو هم د گډونوالو توجه ځان ته را اړولې وه.
په پاکستان کې جوړ شوی د بم ضد زغروال موټر د لومړي ځل له پاره نندارې ته وړاندې شوی دی. پر دغه موټر چې پکښې ۱۱ تنه ځایږي د «حمزه» نوم ایښول شوی دی. دغه موټر چې په عصري وسایلو سمبال دی د جگړې سربیره د ترهگرۍ ضد اقداماتو کې هم ترې کار اخیستل کیدای شي.
پاکستان په جنوبي آسیا کې هغه هیواد چې په منظمه توگه دفاعي نندارتون جوړوي. د کارپوهانو په وینا د پاکستان وسلې او نور دفاعي سامان آلات د نړیوال معیار سره برابر دي.
انځورونه: د ايران جوړ نوي پوځي تجهيزات
په دې انځوريز راپور کي د ايران جوړ پوځي تجهيزات ليدلای سئ. ايران له څو کلو راهيسي پر بې پيلوټه الوتکي سربيره ټانکونه او اوبتلونه جوړ کړي دي.
فلاق تانک
ايسنا خبري آژنس خبر ورکړی دئ، چي د ايران پوځ له خوا پلي ځواک ته نوي جوړي سوي پوځي تجهيزات د «پوځي اووني» په درشل کي وښودل.
دوی وايي چي «فلاق تانک» د تانکونو راتلونکی نسل دئ.
د ايران جوړ «السابحات» اوبتل
د ايران د دفاع وزارت د «السابحات» اوبتل د دغه عکس په خپرولو سره ليکلي دي چي، دغه اوبتل کولای سي بېلابېل پوځي عمليات تر سره کړي.
ايران د «پوځ ورځ» د لمانځلو پرمهال دغه اوبتل وښود.
د ايران جوړ «السابحات» اوبتل.
«ضفر ۳۰۰» څرخۍ الوتکه
د ايراني رسنيو د راپورونو له مخي د ايران د دفاع وزارت «ظفر ۳۰۰» څرخۍ الوتکه د امریکا د Bell AH-1 Cobra الوتکي له مخي جوړه کړې ده.
د ايران جوړ «غدير» اوبتل.
د ايران پوځ له خوا جوړ «فلاق تانک» ښودنه.
د ايران جوړ تايري ټانک. له دغو تانکونو څخه په ښارونو کي کار اخيستل کيږي.
د ايران جوړ «الوتونکۍ کښتۍ باور ۲».
فلاق تانک له بله اړخه.
د ايران جوړ زغروال اتومات تانک.
د ايران جوړ زغروال تايري تانک.
په تانکونو کي نقشې هم لگول سوي دي.
دغه تايري تانک هم ايران جوړ کړی دئ.