1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان برېښنا د شپې له خوا ولې قطع شوې وه؟

۱۳۹۹ دی ۲۱, یکشنبه

د پاکستان د برېښنا د توليد او وېش په سيستم کې تخنيکي عوارضو د برېښنا د قطع کېدو پايله لرله.‌ د انرژۍ وزير ويلي چې ټول هېواد ته به اوس په تدريجي ډول بېرته برېښنا ورسيږي.

Pakistan Stromausfall in Karatschi
په کراچي کي هم برېښنا قطع شوې وهانځور: Anjum Naveed/AP Photo/picture alliance

د شنبې يا خالي په ورځ د برېښنا تر قطع کېدو څو ساعته وروسته د پاکستان د انرژۍ وزير، عمر ايوب، په تويتر کې ويلي چې برېښنا يا بجلي په تدريجي توګه بېرته په فعالېدو ده چې ړومبی وار يې اسلام آباد ته رسيږي.

د هغه په خبره د اتوار يا يکشنبې په ورځ به اوس د هېواد لويې برخې ته بېرته برېښنا ورسيږي. د برېښنا يا بجلي د قطع کېدو خبر ړومبی د لويو ښاري مرکزونو لکه کراچۍ، لاهور، اسلام آباد او ملتان د اوسېدونکو له خوا په ټولنيزو رسنيو کې ورکړل شوی وو. وزير عمر ايوب او همکارانو يې بيا د تويتر د لارې د خلکو د خبرولو لاره غوره کړه.

ايوب له خلکو څخه د صبر او زغم د لرلو غوښتنه وکړه. د هغه په خبره د برېښنا د قطع کېدو د لامل په هکله پلټنې روانې دي او په دې هم کار شروع شوی چې د تربيلا برېښناکوټ د هېواد په شمال لويديځ کې فعال کړای شي چې له دې لارې د هېواد نورو برخو ته په تدريجي ډول برېښنا ولېږدول شي.

ايوب دا هم وويل چې د ګوډو برېښناکوټ په جنوبي سندهـ آيالت يا صوبه کې کومه تخنيکي ستونزه لرله چې له کبله يې د څو ثانيو په ترڅ کې نور برېښناکوټونه هم غير فعال شول.

وروسته ظفر ياب چې د انرژۍ د وزارت وياند دی، وويل چې د تربيلا او ورسک برېښناکوټونه چې دواړه د خيبر پښتونخوا په آيالت يا صوبه کې پراته دي، بېرته آنلاين شوي چې د وېش سيستم ته اوس بېرته انرژي په اختيار کې ورکوي. خو د هغه په خبره د هېواد نورو برخو ته د انرژۍ وېش يو څه وخت ته اړتيا لري.

(AP)/ن ص/ا ا

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب