1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د پاکستان حساس سیاسي وضعیت او لندن ته د شهباز شریف سفر

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۴, پنجشنبه

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د بریتانيا پادشاه چارلس د تاج په سرولو مراسمو کې د ګډون له پاره لندن ته رسیدلی. شریف به هلته د پاکستان مسلم لیګ ن ګوند له مشر نواز شریف سره د هیواد د سیاسي وضعیت په اړه هم مشورې وکړي.

Prime Minister Shahbaz Sharif
انځور: National Assembly of Pakistan/AP/picture alliance

بریتانیا ته د شهباز شریف سفر د څو اړخونو له کبله مهم ګڼل کیږي. نوموړی به د جمعې (د می میاشتې ۵ نیټه) په ورځ د ګډ حکومت د مشرانو په یوه غونډه کې ګډون وکړي او د شنبې په ورځ به د بریتانیا د پادشاه دریم چارلس د تاج پر سرولو په مراسمو کې ګډون وکړي.

شریف: مجبور یو د پیسو نړیوال صندوق سخت شرایط ومنو

د بریتانيا پادشاه د نړۍ په لسګونو مشرانو ته په دې تاریخي مراسمو کې د ګډون کولو بلنه ورکړې ده.

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ یوټیوب شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

د پاکستان د حکومت له خوا د خپاره شوي یوه ټویټ په حواله لندن ته په رسیدو د پاکستان لوړپوړي کمیشنر معظم احمد خان او د بریتانيا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډیویډ ګورډن هم شهباز شریف ته هرکلی ووایه. زیاته شوې ده چې شریف به هلته د نورو هیوادونو له مشرانو سره هم وويني.

د ایالتي حکومتونو له سقوط سره پاکستان کې سیاسي بحران لا ډیریږي

لندن ته له روانیدو مخکې شهباز شریف وویل چې د بریتانيا شاهي کورنۍ تل د پاکستان ښه ملګرې پاتې شوې ده. نوموړي وویل چې بریتانیا او پاکستان ګډې تاریخي اړیکې لري او په تیرو لسیزو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ څو اړخیزې اړیکې لا زیاتې پیاوړې شوي دي.

د سفر سیاسی ارزښت

د پاکستاني رسنیو په حواله د شهباز شریف دغه سفر د څو لحاظه په ځانګړي ډول له سیاسي پلوه ډیر مهم دی. نوموړی به هلته له خپل مشر ورور او د مسلم لیګ «ن» ګوند له مشر نواز شریف سره پر روانو سیاسي حالاتو سلا مشورې وکړي.

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ فیسبوک شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

آیا د طالبانو په هکله د پاکستان سیاست کې بدلون راغلی؟

29:30

This browser does not support the video element.

د دواړو ورونو په لیدنه کتنه کې به، د مسلم لیګ «ن» په مشرۍ د ګډ حکومت، د اپوزیسیون ګوند «پي ټي آی» او عدلیې ترمنځ د روان کشمکش او په پنجاب ایالت کې د ټاکنو ترسره کولو په اړه د محکمې د حکم له کبله پر رامنځته شوي وضعیت تفصیلی خبرې اترې وشي.

تمه کیږي چې دواړه مشران به د مسلم لیګ «ن» ګوند د راتلونکي تګلارې او هیواد ته د نواز شریف د ممکنه بیرته ستنیدنې ترڅنګ پر ځينو نورو موضوعاتو خبرې وکړي.

د لومړي وزیر په توګه د دندې تر سمبالولو وروسته لندن ته دا د شهباز شریف دریم سفر دی. نوموړی په وروستي ځل د پوځ د مشر تر ټاکل کیدو مخکې د ۲۰۲۲م کال په نومبر کې لندن ته تللی وو.

سیاسي شنونکي څه وایي؟

د سیاسي کارپوهانو په اند شهباز شریف به له خپل ورور سره د هغه د سیاسي تجربو په پام کې نیولو سره په پنجاب ایالت کې د انتخاباتو ترسره کولو په اړه د محکمې د حکم په باب هرو مرو مشورې وکړي.

د سرچینو په حواله نوموړی به له نواز شریف سره په دې اړه هم خبرې وکړي چې له مسلم لیګ ن سره د عدلیې وزارت د روان کشمکش په هکله باید کومه تګلاره خپله کړي.

پاکستان: د شریف زوی چې په فساد تورن دی هیواد ته ستون شوی

نواز شریف تیره ورځ په لندن کې د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «که د عمران خان سیاست کار وکړي او که نه، خو په هر حال هیواد به پرمخ ځي.» نوموړي دا خبره هم تائیده کړې وه چې لندن ته د شهباز شریف له راتګ سره به له هغه سره وويني.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب