1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان حکومتی پلاوی له کومې اجنډا سره کابل ته تللی؟

۱۴۰۱ تیر ۲۸, سه‌شنبه

د پاکستان د سوداګری وزیر په مشرۍ یو پلاوی د طالبانو حکومت سره په سوداګریزو ستونزو غږیزې، خو د خصوصي سکټور استازي حضور نه لري. اوس بحث د ډبرو سکرو په صادراتو او سوداګرۍ دی، خو آیا د افغانستان ګټې په پام کې نیول شوي؟

Pakistan Afghanistan Nachschubroute für NATO geöffnet Khyber Pass
انځور: dapd

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر په مشرۍ پلاوی به د دریو ورځو په لړ کې د طالبانو حکومت سره د ډبرو سکرو پر سوداګرۍ، آپټا سوداګریز تړون، سوداګریزو بندرونو، ټرانزیټ او نورو مسایلو خبرې وکړي. ویل کیږي چې په دغه پلاوي کې پوځي او د دغه هېواد د څارګرې ادارې یا آی ایس آی استازي هم موجود دي.

د طالبانو حکومت وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو سربیره د ډبرو سکرو پر صادراتو هم خبرې کیږي.

د سوداګری او صنعت وزیر نورالدین عزیزي په دې اړه وویل: «د دواړو هېوادونو په کچه د توکو د سوداګرۍ په اړه خبرې کیږي،  دغه راز، د ډبرو سکرو موضوع ده چې د ډبرو سکرو د صادراتو لپاره باید ښې لارې ولرو.»

رپوټونه وايي، چې اوسمهال په نړېوال مارکیټ کې د یو ټن ډبرو سکرو بیې ان ۴۰۰ ډالرو ته لوړې شوي. سرچینې وايي کابل ته د پاکستاني پلاوي د راتګ یو لامل هم د ډبرو سکرو بیو راټېټول دي.

د طالبانو حکومت ویلي، د ډبرو سکرو پر سوداګری یې مالیې لوړې کړي چې له مخې پاکستان له پاره یو ټن د ډبرو سکاره په ۲۸۰ ډالره تمامیږي.

د ډبرو سکرو د سوداګرۍ پر سر بله لانجه دا ده چې پاکستان غواړي دغه سوداګري په کلدارو ترسره شي، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي دویچه ویله ته وویل چې اوس پاکستان سره بانکې ستونزې هم پیدا شوي. خانجان الکوزي دویچه ویله ته وویل: «دوی نه غواړي چې زموږ له بانکونو سره راکړه ورکړه وکړي، تجارت او همدارنګه د پیسو انتقال نه کوي، د دوی خواهش دادی چې جنس په جنس باید راکړه ورکړه وشي.»

د مالوماتو له مخې له افغانستانه د ورځې لس زره ټنه د ډبرو سکاره پاکستان ته صادریږي. وموغوښتل چې د ډبرو سکرو د صادراتو او په دې برخه د پاکستان لیوالتیا ته د طالب چارواکو غبرګون ولرو، خو د هغوی د حکومت د سوداګرۍ او کانونو او پټرولیم وزارتونو په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.

انځور: Getty Images/AFP/J. Eisele

هاخوا د افغانستان خصوصي سکټور هم نیوکه کوي چې د سوداګری او ټرانزیټ پر سر  پاکستان سره روانې خبرې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور د استازو له ګډون پرته ترسره کیږي.

خانجان الکوزي په دې اړه وویل: «د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې استازې هم پکې نشته، زه نه پوهیږم چې د دواړو هېوادونو په مشوره دا کار شوی چې د خصوصي سکټور استازي دې پکې نه وي او که د کوم خاص هېواد پیشنهاد به ؤ.»

الکوزی زیاتوي چې د طالبانو حکومت ته یې پاکستان سره د سوداګرۍ برخه کې د شته ستونزو نوملړ سپارلی او هیله من دی چې پاکستاني لورې سره به پرې خبرې وکړي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب