ټاکل شوې چې د پاکستان اوسنی د دفاع وزیر خرم دستګیر خان به د دې هیواد د بهرنیو چارو د پخواني وزیر خواجه محمد آصف دنده هم پرمخ یوسي. تر دې وړاندې آصف د پارلمان له لوري له دندې لیرې کړل شوی او په حکومت کې پر کار کولو پرې بندیز وضع شوی. پر آصف باندې د پاکستان د محکمې له خوا کاري بندیز وروسته له هغې وضع شو چې، له بهر څخه نوموړي ته د راغلو پیسو د سرچینې په هکله د معلوماتو په وړاندې کولو کې پاتې راغی.
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر په دې هکله ویلي: «لومړی وزیر خوښ دی چې سر له نن نه دفاع وزیر انجنیر خرم دستګیر خان ته د بهرنیو چارو د وزارت اضافه مسوولیتونه هم سپارل کیږي.»
خرم دستګیر خان ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت مسوولیت په داسې یو وخت کې سپارل کیږي چې د دې هیواد لیرې کړل شوي د لومړي وزیر نواز شریف حاکم ګوند د جولای میاشتې په وروستیو کې نویو انتخاباتو ته چمتووالی نیسي.
د پاکستان د حاکم ګوند ځوان د دفاع وزیر د دې هیواد د پخواني لیرې کړل شوي لومړي وزیر نواز شریف یو تر نږدې کسانو څخه شمیرل کیږي.
زموږ له آرشیف څخه:
د نړۍ هغه سیاستوال چې په بوټونو ویشتل شوي دي
له څه مودي راهیسې د ځينو هیوادونو پر ولسمشرانو او سیاستوالو د بوټ غورځولو دود پراخ شوی دی. خو تر ټولو مشهور بیا د امریکا د پخواني ولسمشر جورج بوش دا وو. دا ډول پیښې په یوه انځوریز پوټ کې وگورئ. انځور: AP د امریکا متحدو ایالاتو پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش په ۲۰۰۸م کال کې له عراق څخه د لیدنې پر مهال په بوټ وویشتل شو. دغه بوټ د یوه عراقي خبریال منتظر الزیدي له خوا د بوش پر لور وغورځول شو.
انځور: AP د ۲۰۰۹م کال په فبروري میاشت کې په لندن کې یوه آلماني تبع مارتين ژانکي، د چين د هغه وخت پر لومړي وزیر وین جیا باؤ، د بوټ ګزار وکړ. که څه هم بوټ پر جیا باو، ونه لګید، خو هغه ته نږدې ولوید.
انځور: Getty Images د ایران په لویدیځ اذربایجان ولایت کې په ارومیه ښار کې پر پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد د بوټونو کزار شوی وو. دغه پيښه د ۲۰۰۹م کال د مارچ میاشتې پر ۶ نیټه رامنځته شوې وه. احمدي نژاد په ۲۰۰۶م کال کې هم د تهران له یوه مشهور پوهنتون څخه د لیدنې پر مهال له ورته عمل سره مخامخ شوی وو.
انځور: fardanews د ۲۰۰۹م کال د اکتوبر میاشتې پر ۲۶ نېته په احمد آباد ښار کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال یوه ځوان د کانګرس ګوند پر مشر او د هغه وخت لومړي وزیر منموهن سینګه د بوټ کزار وکړ چې یو څو قدمه لیري لوېد.
انځور: Reuters/B. Mathur د سوډان ولسمشر عمر البشیر د ۲۰۱۰م کال په جنوري په میاشت کې د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د دغه هیواد پر ولسمشر د څپلۍ ګزار وشو. خو د سوډان د صدارت دفتر تر اوسه پورې دا پيښه ردوي. خو د عیني شاهدانو په حواله دا کار شوي وو.
انځور: picture-alliance/AA/E. Hamid د ۲۰۱۰م کال په فبرورۍ کې یوه کردي ځوان د ترکیې پر اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان د بوټ ګزار وکړ او د کردستان زنده آباد شعار یې ورکړی وو. دغه کردي د سوریې تابعت درلودونکی وو.
انځور: picture-alliance/AA/O. Akkanat د پاکستان پخوانې ولسمشر اصف علي زرداري د برتیانيا په برمنګهم ښار کې یو پنځوس کلن شخص (سردار شمیم خان) د پاکستان پخوانی ولسمشر آصف علي زرداري په خپلو دواړو بوټونو وشتلی وو. دا پيښه د ۲۰۱۰ م کال د اګست میاشتې پر ۷ رامنځته شوې وه.
انځور: Getty Images د بريتانيا پخوانی لومړی وزیر توني بلير د ۲۰۱۰م کال د سپتمبر مياشتي پر ۴ نېټه د بریتانيا پخوانی لومړی وزیر توني بلير په هګیو او بوټانو ویشتل شوی وو. دا پيښه په ډبلن کې د هغه د «ای جرني» کتاب د معرفي کولو پر مهال رامنځته شوې وه.
انځور: Imago/i Images/E. Franks د استرالیا پخوانی لومړی وزیر جون هوارډ د ۲۰۱۰م کال د نوامبر مياشتي پر ۴ په کیمبرج پوهنتون کې د جوړو شویو مراسمو پر مهال د استرالیا پر پخواني لومړي وزیر جون هوارډ، د بوټ ګزار وشو. د دغه عمل ترسره کوونکی یو استرالیایې زده کونکی وو.
انځور: picture-alliance/dpa د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف په لندن کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د پاکستان پر پخواني پوځي واکمن پرویز مشرف د یوه پاکستاني الاصله بریتانوي له خوا د بوټ ګزار شوی وو. دا پيښه د ۲۰۱۱ م کال د فبرورۍ پر ۶ رامنځته شوې وه.
انځور: picture-alliance/dpa د تائیوان پخوانی ولسمشر ما یِنګ جو د ۲۰۱۳م کال د سپتمبر مياشتي پر اتمه یوه مظاهره کوونکي د تائیوان پر پخواني ولسمشر ما یِنګ جو، د بوټ ګزار وکړ. خو بوټ تر هغه نه وو رسیدلی.
انځور: Reuters/E. Munoz د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د پاکستان د سترې محکمې له خوا نا اهل ګڼل شوی پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د ۲۰۱۸م کال د مارچ مياشتي پر ۱۱ نیټه په یوه مدرسه کې تر وینا مخکې د یوه تن له خوا په څپلۍ وویشتل شو. په دې توګه نو هغه دریم پاکستانی سیاسي رهبر دی چې د څپلۍ یا بوټ له ګزار سره مخامخ کیږي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi