د پاکستان داخلي رسنیو رپوټ ورکړی دی چي د دغه هیواد مؤقت صدراعظم انورالحق کاکړ د بلوچستان ایالت له مرکز کویټې ښار څخه لیدنه کتنه وکړه او هلته یې د بولان په شبکه کي په «هزارگي ژبه» خپرونه پرانیستله.
د بولان شبکه د پاکستان د دولتي تلویزیون یوه څانگه ده چي په براهوي، بلوڅي او پښتو ژبه خپروني لري.
هزارگي د فارسي دري ژبې یوه لهجه ده او د پاکستان د هزاره گانو لهجه، په افغانستان کي له رایجي هزارگي لهجې سره ځیني توپیرونه لري.
د "دیلي پاکستان" آنلایني ورځپاڼه لیکي چي کاکړ ویلي: «له دې کبله چي په بلوچستان کي یوه بله محلي ژبه د دغه هیواد په نشراتي شبکه کي اضافه سوه، خوشحاله يم.»
د "د نیشن" د آنلایني ورځپاڼي د رپوټ له مخي، کاکړ زیاته کړې ده چي د هزارگي ژبې په خپروني سره، په ملي کچه د بلوچستان ایالت له ژبو څخه یوه بله ژبه هم په رسمیت پیژندل کیږي.
کویټه کې په لاس جوړ شوي خټین لوښي خپل مینوال لا هم ساتليThis browser does not support the video element.
کاکړ د کویټې په پرمختگ او هویت کي د هزاره ټولني له مشارکت څخه هرکلی وکړ او زیاته یې کړه: «دغه نوښت په بلوچستان کي د مختلفو قومونو ترمنځ د یووالي د پراختیا په هدف رامنځته سو.»
د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو مؤقت وزیر، مرتضی سولنگي د دغي خپروني د مراسمو په پرانیستلو کي وویل، چي د هزارگي خپروني له پیل کیدو څخه هدف، هزاره خلکو ته د لازم استازیتوب وړاندي کول دي.
د پاکستان د ملي ټلویزیون شبکه "پي ټي وي" په یوې اعلامیې کي لیکلي دي چي »په هزارگي ژبه نشرات د هزاره ټولني پخوانۍ غوښتنه وه چي اوس پوره سوه.»
د دغې شبکې د رپوټ په حواله، سولنگي د «هزارگي ژبې» د خپروني د پرانیستلو په مراسمو کي زیاته کړه: «له لومړي وزیر انورالحق کاکړ څخه، نوموړي نوښت ته زموږ د تشویق کولو له امله مننه کوو. د حکومت هدف د پاکستان د بولان په ټلویزیون کي د سیمه ایزو ژبو د حضور تضمین دی.»
په پاکستان کي د هزاره گانو ټولنه چي ډېر یې په بلوچستان کي ژوند کوي، تل له مرگونو بریدونو سره مخامخ سوې ده.
په بلوچستان کې هزاره لږکۍ: ویره، حوصله او پر ځان باور
هغه هزاره ګان چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي، د ترهګرو د بریدونو له ویرې مجبوره دي ځانونه د لوړو دیوالونو تر شا پټ کړي. خو سربیره پر دې د دې اقلیت پورې اړوندې ټولنې خپل دود دستور او کلتور ساتلی دی. انځور: Reuters/A. Soomro د هزاره لږکۍ سوداګر د کویټې ښار د مرکزي مارکیټ پر لور روان دي. د دوی د استوګنې د سیمي چارچاپيره یو لوی دیوال درول شوی، څو دوی د ترهګرو له بریدونو وژغوري. مارکیټ ته د تګ راتګ پر مهال دوی د پاکستاني پوځیانو له خوا بدرقه کیږي.
انځور: Getty Images/AFP/B. Khan هزاره ګان د نسل له پلوه د افغانستان یوه قومي ډله ده، خو نږدې یو میلیونه هزاګان په پاکستان کې میشت دي او دغه هیواد خپل ټاټوبی بولي. په لسګونو هزاګان د پاکستان په پوځ کې دنده ترسره کوي او د دوی د استوګنې په مختلفو سیمو کې د پاکستان بیرغ تر سترګو کیږي. دوی زیاتره د کویټې په هزاره او مري آباد ټاون کې میشت دي.
انځور: Reuters/A. Soomro نويد علي پر خپلې سیني لیکلي دي«پر خپل طاقت باور ولره». د دې یو هدف د بهرنیو بریدونو پر وړاندې مقاومت کول هم دی. ۲۳ کلن نويد په هزاره ټاون کې د« بدن ښکلاء» ورزش کوي.
انځور: Reuters/A. Soomro په سوله ایزه توګه له ځان څخه دفاع هرکله چې هزاره ګان د خپلو حقونو او حفاظت له پاره احتجاج کوي په پر امنه طریقه یي کوي. «هزاره دیموکراتیک ګوند» په سوله ایزه توګه د احتجاج پر سیاست باور لري. دوی په ایالتي پارلمان کې دوه چوکۍ لري. د کونفو ورزش استاد مبارک علي په خبره له امن سره به د هزاګانو په محبت کې کمبود رامنځته نه شي.
انځور: Reuters/A. Soomro ۳۰ کلن وکیل او د بشري حقونو کارکونکی سردار سهیل له خپلې مور سره د سحر چای یا ناشتې پر مهال وایي:«مونږ د څو کلونو راهیسې د محاصرې په وضعیت کې ژوند کوو. زمونږ د حفاظت له پاره شاوخوا امنیتي پوستې جوړې شوي دي چې له امله یي مونږ له نورو سیمو څخه جلا شوي یو.»
انځور: Reuters/A. Soomro هزاره نسل د مغولستان سیمې پورې تعلق لري نو له همدې امله دوی له لیري ځایه له څیرو څخه پيژندل کیږي چې ترهګر له دې ځانګړتیا ګټه پورته کوي. سردار سهیل له کوره د وتلو پر مهال همیشه خپله توفنچه له ځان سره وړي. سردار سهیل وایي چې د دې ایمان ورته قوت وربخښي او له کوره د وتلو پر مهال تل د خپلې مور لاسونه ښکولوي.
انځور: Reuters/A. Soomro په کویټه کې میشت هزاره ګان خپل تاریخ، موسیقۍ او کلتور ته ډیر ارزښت ورکوي. د بلوچستان وزیر اعلی جام کمال خان د جون میاشتې په پای کې د همداسې یوې کلتوري میلې پرانیسته وکړه. کمال خان او د دغو مراسمو نورو ګډون کونکو د هزاره ګانو دودیزې خولې په سر کړې وې.
انځور: Reuters/A. Soomro دودونه نوي نسل ته سپارل کیږي په دې دودیزه میله کې یوه کوچنۍ نجلۍ لیدل کیږي چې خامک دوزي کوي. په داسې حال کې چې له دودیزو جامو سره دا پخپله هم د هنر یوه نمونه ښکاري.
انځور: Reuters/A. Soomro د محمد آصف له نظره تعلیم تر ټولو مهم دی. هغه په مري آباد کې یو ښوونځي جوړ کړی دی. ماشومان د سحر د دعاء له پاره راټول شوي دي. د محمد آصف په حواله هغه د تنکیو ځوانانو له پاره په ټولنه کې د ښه فرصتونو د پيدا کولو په لټه کې دی.
انځور: Reuters/A. Soomro د ماري آباد په سیمه کې د دې ماشومې راتلونکی یوازې او یوازې پر دوی د ترسره کیدونکو بریدونو په بندیدلو پورې منحصره ده. د هزازه لږکۍ آزادي او حفاظت د دوی د روښانه مستقبل ضمانت کولی شي.
انځور: Reuters/A. Soomro
GP/NZ/AG