1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان پارلمان پخواني غړي په هند کې د پناه غوښتنه کړې؟

۱۳۹۸ شهریور ۲۱, پنجشنبه

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت پخواني پارلماني استازي بلدیو کمار په هند کې د پناه غوښتنه کړې. هغه له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې پاکستان «خوندي هیواد» نه دی او حکومت له لږکیو سره ناړوه چلن کوي.

Der pakistanische Politiker Baldev Kumar
انځور: DW/M. Krishnan

بلدیو کمار (په پورتني انځور کې) چې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د تحریک انصاف ګوند پخوانی ایالتي غړی وو له خپلې کورنۍ سره په هند کې د پناه غوښتنه کړې ده. کمار د خیبر پښتونخوا د ایالتي پارلمان غړی وو، چې اوسمهال د هند د پنجاب ایالت په کهنه سیمه کې میشت چې خسرګنۍ یې هم هلته ژوند کوي.

دغه ۴۳ کلن سیاستوال هند ته د خپلې ۱۲ کلنې لور چې د تلسمیا ناروغي لري د تدواۍ له پاره په ۳ میاشتنۍ ویزه تللی وو.

کمار ادعا کوي چې پاکستان یو «خوندي هیواد» نه دی او د عمران خان په مشرۍ حکومت هلته له لږکیو سره ناوړه چلن کوي. له دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې کمار په پاکستان کې د سیک ټولنې د اندیښنو په تړاو چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې اوسیږي غږیدلی دی.

دویچه ویله: آیا په هند کې مو د سیاسي پناه په غوښتنې سره لوی خطر پر ځان نه دی منلی؟ څه شي دې ګام اخیستو ته وهڅولئ؟

بلدیو کمار: په پاکستان کې ډیر سیکان شته د خپل ځان او کورنیو د خوندیتوب په اړه اندیښمن دي. ما یو خطر پر ځان ومانه، خو حساب شوی خطر، ځکه مې له پاکستانه خپله تیښته پلان کړه. زما ورونه اندیښمن ول چې آیا زه به په بریالۍ توګه دغه سفر وکړی شم، ښایي ووژل شم.

ما دا قمار وواهه او بیه مې یې پریکړه. زه هیله من یم چې دغه سفر په پاکستان کې د سيک کورنیو ناوړه حالت جوت کړي.

له هغه وخته چې عمران خان، د پاکستان لومړی وزیر شوی، چارې نورې هم خرابې شوي دي. هغه یو لاسپوڅی دی او یوازې لارښوونې تعقیبوي. هغه پاتې راغلی دی. د لږکیو له پاره امنیت په یوه لویه اندیښنه اوښتی دی او تښتونو او په زوره مذهب بدلولو یوازې د ویرې فضا لا پسې ډیره کړې ده.

دویچه ویله: تاسو پاکستان ځکه پریښود چې تاسو د قتل په یوه قضیه کې په لاس لرلو تورن وئ؟

بلدیو کمار: دا سمه نه ده. په ۲۰۱۶م کال کې د ایالتي اعلی وزیر ځانګړی سلاکار او د ایالتي پارلمان غړی سوران سنګ ترور شو. زه په دغه قضیه کې د ښکیلتیا له ناسم تور سره مخامخ شوم او په ۲۰۱۸م کال کې برائت راکړل شو.

زه په دې نه پوهیږم چې د هغه د کورنۍ غړي زما په هکله څه فکر لري، خو زه محکمې سپین وبللم. په حقیقت کې حکومت له دوو کلونو راهیسې زما معاش ایسار کړی دی. د ایالتي پارلمان رئیس پرته له کوم علته زما پاتې پیسې ایسارې کړي دي.

دویچه ویله: داسي شواهد شته چې ستاسو اندیښنې په اثبات ورسوي چې سیکان او نور لږکي په پاکستان کې په ویره کې ژوند کوي؟

بلدیو کمار: په پاکستان کې د سیک ټولنې نفوس مخ پر کمیدو دی. په دغه هیواد کې دوې لسیزي تر مخه د سیکانو شمیر۵۰۰۰۰ وو چې اوس ۸۰۰۰ تنو ته راټیټ شوی دی.

په دغه هیواد کې ډیر څه پيښیږي، لکه په زوره د مذهب بدلول، خو مناسبه توجه نه تر لاسه کوي. یوازې په اوسنیو وختونو کې د سپتمبر میاشتې په دریمه نیټه د پاکستان په سند ایالت کې یوه سیکه ظاهرا وتښتول شوه او مسلمانه کړل شوه. هغه د یوه «ګرانتي» موعظ لوره وه. دا د یوې اوونۍ په ترڅ کې په زوره د مذهب بدلولو دوهمه پيښه وه. دغه ډول پيښې په سند او خیبر پښتونخوا ایالاتونو کې رامنځ ته کیږي. زه هلته خپل ژوند په خطر کې وینم او له دې کبله مې پاکستان پریښود.

دویچه ویله: د کرتاپور لارې په هکله څه فکر کوئ، چې سیک عبادت کوونکو ته به له هند څخه د پاکستان په پنجاب ایالت کې د کرتاپور صیب زیارت ته د تګ زمینه برابره کړي؟

بلدیو کمار: دا ښه نظر دی او هیله من یم چې دا کار وشي. خو زه داسې احساس لرم چې ښایي سیاست به دغه ښه وړاندیز له منځه یوسي. دغه پروژه به د هند په ګورداس پور ولسوالۍ کې د بابا نانیک دیره د پاکستان د نارووال ولسوالۍ کي له کرتاپور سره وصل کړي.

دا به ډیره ښه خبره وي که چیرې دواړه لوري د ګورو ناننک [د سیکانو د مذهب بنسټ ایښودونکی] د زیږیدو د ۵۵۰ کلیزي په مناسبت د دغه لارې په هکله یوه جوړجاړي ته ورسیږي. موږ انتظار باسو او وبه لیدل شي چې څه کیږي.

دویچه ویله: ستاسو راتلونکی ګام به څه وي؟

بلدیو کمار: زه روښانه د هند له لومړي وزیر نریندر مودي او د [هند] پنجاب ایالت له ایالتي اعلی وزیر اماریندر سنګ، څخه غوښتنه کوم چې د ویزو په شرایطو کې نرموالی راولي، څو هغه کسان چې په پاکستان کې کړیږي هند ته تګ وکړی شي او دلته پاتې شي. هلته چې څه پيښیږي ډیر د اندیښنې وړ دي او زه غواړم هغه ستونزې په ګوته کړم چې خلک ورسره مخامخ کیږي.

زه واقعا هیله من یم چې په هند کې د اقامت کولو اجازه راکړل شي. پاکستان ته د بیرته ګرځیدو کومه لاره نه ده راپاته. په ساده ډول دغه کار نه شم کولی او نه یې غواړم. زه په هند کې پناه ته اړتیا لرم.

بلدیو کمار د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خیبر پښتونخوا ایالتي پارلمان غړی وو چې د بریکوټ له انتخاباتي حوزې څخه یې استازولي کوله.

مرکه کوونکی: مورالي کرشنان

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب