1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان وايي اوکراین ته ېې وسلې نه دي ورکړي

۱۴۰۲ شهریور ۲۸, سه‌شنبه

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هغه رپوټونه ناسم بللي چې پکې ادعا شوې چې پاکستان د پيسو نړيوال صندوق سره د پور پر سره معاملې له پاره پر اوکراین وسلې پلورلي. ېوې امریکايي خپرندوېې ادعا کړې چې پاکستان اوکراین ته وسلې ورکوي.

په اسلام آباد کې  پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ
په اسلام آباد کې پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍانځور: picture-alliance/Anadolu Agency/I. Sajid

په اسلام آباد کې د پاکستان خارجه وزارت هغه رپوټونه په کلکه رد کړي دي چې په کې ويل شوي پاکستان د پیسو له نړیوال صندوق څخه د پيسو د ېو بستې د ترلاسه کولو په بدل کې دې اوکراین ته په خپله خوښه د وسلو برابرو ته رضایت ښودلی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي دې چې په دې ارتباط د دوی بې طرفانه سیاست په خپل حال ولاړ دی.

اسلام دغه بیان د «دې انترسیپت» (The Intercept) په نوم امریکايي خپرندويې د یو رپوټ تر خپرېدو وروسته ورکړی چې په کې ادعا شوې پاکستان د پيسو له نړيوال صندوق سره د معاملې د خوندي ساتلو په خاطر د امریکا له لارې اوکرین ته وسلې برابرې کړي دي.

دې انترسیپټ د خپلې دغې ادعا د اثبات له پاره، د دوو داسې سرچينو په حواله چې پر وینا ېې له دغې معاملې واقف دي، معلومات ورکړي او ليکي چې دپاکستان او امریکا متحده ایالاتو حکومتونو داخلي اسناد هم د دغې خبرې تصدیق کوي.

په رپوټ کې دا هم ويل شوي چې د دغو وسلو له پلور څخه موخه د اوکراين د پوځ اکمالول دي چې په دې ترتیب پاکستان اړ ایستل شوی تر څو د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه کې خپل طرف وښيي.

د ویلو ده چې اسلام آباد په جولای میاشت کې د پيسو له نړېوال صندوق سره توافق لاسليک کړ چې په نتیجه کې يې پاکستان له ممکنه ديواليتوب څخه ځان وژغوره، ځکه چې د بهرنيو اسعارو زېرمې ېې په چټکۍ سره مخ په کمېدو وې.

د پاکستان غبرګون

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاندې، ممتاز زهره بلوچ، د دې انترسیپټ په رپوټ کې شوې ادعاوې چې پاکستان دې اوکراین ته وسلې ورکړي وي، رد کړې او هغه ېې «بې اساسه او ساختګي» وبللې.

په جولای میاشت کې د اوکراين د بهرنيو چارو وزير پاکستان ته سفر کړی وو. انځور: Ministry of Foreign Affairs/REUTERS

هغې وويل چې د پاکستان له پاره د پيسو نړیوال صندوق پر شرایطو د اسلام آباد او پیسو نړيوال صندوق تر منځ بريالي مذاکرات وشول. د پيسو نړیوال صندوق شرایطو منل خورا سخت ول، خو په عین حال کې د اقتصادي اصلاحاتو له پاره لازمي هم ول. دغو مذاکراتو ته بل رنګ ورکول مناسبه خبره نه ده.

میرمن بلوچ زیاته کړه چې «پاکستان د اوکراین او روسيې تر منځ شخړه کې خپل بې پرې سیاست باندې ولاړ دی او د هغه په رڼا کې پاکستان له دغو دوو ملکونو څخه یوه ته هم هيڅ وسلې او مهمات نه دي برابر کړي.»

په ماضي کې هم دې ته ورته رپوټونه خپاره شوي ول چې په کې ويل شوي وو، پاکستان د کوم دريمګړي هېواد له لارې اوکراین ته وسلې ورکوي. خو پاکستان او اوکراین دواړو د دا ډول یو توافق کول، رد کړي دي.

د اوکراین د بهرنيو چارو وزير په لومړي ځل په جولای میاشت کې پاکستان ته سفر وکړ. هغه وخت هم دواړو ملکونو رد کړې وه چې په دغه سفر کې اوکراین د وسلو پر ورکړې خبرې شوي دي، خو د اوکراین خارجه وزیر دا خبره کړې وه چې اوکراین غواړي چې پاکستان ېې تر څنګ ولاړ وي.

د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسيېتر پوځي یرغل وروسته، پاکستان هڅه کړې چې په دغه شخړه کې بې طرفه پاته شي. دغه هېواد د نړېوالې ټولنې پر فشارونو سربېره، پر اوکراين د روسیې د يرغل د غندنې د يوه پريکړه ليک په اړه هم په رای اچونه کې ګډون نه دی کړی.

آژانسونه/د.و.اردو/م.ک.ص./ب.ص.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل