1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: د قطر په خبرو کې پرمختګ شوی

۱۳۹۷ اسفند ۲۱, سه‌شنبه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې په قطر کې د طالبانو او امریکا د مرکچیانو تر منځ په خبرو اترو کې پرمختګ شوی دی. دغه خبري له دوو اوونیو راهیسې رواني دي.

Katar Büro der Taliban in Doha
انځور: AFP/Getty Images

شاه محمود قریشي، د سه شنبې په ورځ په اسلام آباد کې د آلمان د بهرنیو چارو له وزیر هایکو ماس، سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې دغه څرګندوني وکړې.

که څه هم قریشي د خپلو څرګندونو په اړه ډیر معلومات ور نه کړل، خو هغه وویل: «پاکستان په افغانستان کې ټول اړخونه هڅولي دي چې یو له بل سره کښېني او یو له بل سره معني داره ډیالوګ وکړي.»

د امریکا متحده ایالاتو د استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو د استازو تر منځ د قطر په پلازمینه دوحه کې رواني خبري اترې تر هغه اوږدې شوي چې مخکې پلان شوې وې.

امریکا متحده ایالاتو له پاکستان څخه غوښتي دي چې د سولي له بهیر سره مرسته وکړي چې د افغانستان جګړې ته د پای ټکی کښیښودل شي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان اوس هم له افغان حکومت سره له مستقیمو خبرو اترو ډډه کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب