1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په کرونا اخته شوی دی

۱۳۹۹ تیر ۱۵, یکشنبه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې د کرونا تست یا معاینه یې مثبته ده. قریشي څو ورځې مخکې د افغان سولې له پاره د امریکا له ځانګړي استازي خلیلزاد او ګڼ شمیر نورو لوړپوړو چارواکو سره ملاقاتونه کړي دي.

Shah Mahmood Qureshi pakistanischer Außenminister UN Generalversammlung
انځور: Permanent Mission of Pakistan in UN

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د ټویټر د یوه پیغام له لارې ویلي چې «ماسپښین مې د لږې تبې احساس وکړ او بیا مې سمدلاسه ځان په کور کې قرنطین کړ.» قریشي همدا راز ویلي چې هغه ښه دی او دا چې خپل کارونه به له کور څخه ترسره کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې په کرونا ویروس د اخته کیدو خبر ورکوي، چې څه موده وړاندې د زلمي خلیلزاد په ګډون له یو شمیر نورو لوړپوړو چارواکو سره ملاقاتونه هم کړي دي. د راپورونو له مخې، قریشي د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم په دې وروستیو کې ملاقات کړی دی او د دې هیواد د کابینې په غوڼده کې یې هم ګډون کړی دی.

د پاکستاني چارواکو سربیره، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې د افغان سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره هم ملاقات درلود. خلیلزاد د افغان سولې او د سولې د بین الافغاني مذاکراتو په هکله د بحث له پاره پاکستان ته تللی وو. په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کیږي چې د خلیلزاد او قریشي د ملاقات پرمهال، دوی محافظتي ماسکونه هم کارولي دي. تر اوسه پورې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې هکله کومه تبصره نه ده کړې.

انځور: picture-alliance/Zumapress

په پاکستان کې د کرونا ویروس ۲۲۱ زره او ۸۹۶ مثبتې پیښې او د کرونا له کبله ۴ زره او ۴۵۱ د مرګ پیښې ثبت شوي دي. د جنوبي آسیا په دې هیواد کې د کرونا ویروس د تستونو د کمښت سربیره، په ورځني ډول د کرونا ویروس شاوخوا ۴۰۰۰ مثبتې پیښې ثبتیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر سربیره د دې هیواد یو شمیر نور لوړ پوړي چارواکي هم په کرونا ویروس اخته شوي دي. تر دې مخکې د پاکستان د اور ګاډو د تنظیم وزیر شیخ رشید او همدا راز د دې هیواد د پارلمان مشر اسد قیصر هم په کرونا ویروس اخته شوي وو.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب