1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له طالبانو سره د خبرو له پاره يوه قبايلي جرګه کابل ته تللې

۱۴۰۱ خرداد ۱۱, چهارشنبه

د پاکستاني رسنيو په حواله د قبايلي مشرانو يوه ستره جرګه کابل ته رسېدلي ده څو د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې په روانو خبرو اترو کې ګډون وکړي.

Symbolbild Pakistan Taliban Geiselnahme
انځور: Getty Images/AFP/C. Khan

د پاکستان د «ډان. کام» ورځپاڼې د معلوماتو په حواله د قبايلي مشرانو يوه پنځوس کسیزه جرګه نن، چهار شنبه کابل ته رسېدله ده. په کابل کې په دې وروستیو کې د پاکستان تحريک طالبان يا «ټي ټي پي» ډلې او پاکستان د حکومت ترمنځ د سولې خبرې اترې رواني دي.

د ډان ورځپاڼې په حواله د «خيبر پښتونخوا پخوانی ګورنر شوکت الله خان چې هغه هم د دې پلاوي غړی دی، ويلي چې په دې جرګه کې تر ۵۰ ډېر کسان شامل دي. نوموړي ويلي چې د دې جرګې په ترڅ کې پر قبايلي مشرانو سربیره د پاکستان د کابينې يو وزير او د خيبر پښتونخوا د حکومت استازي هم کابل ته تللي دي.»

زياته شوې ده چې »تر دې دمخه په دې جرګه کې یوازې د جنوبي وزيرستان او ملاکنډ سيمې مشران شامل وو، خو بيا وروسته پکې د خيبر د سيمې يو قبايلي مشر هم شامل کړل شوی دی.«

په کابل د ترسره کيدونکو دې خبرو اترو منځنګړيتوب افغان طالبان کوي. د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد څه موده وړاندې د تويتر له لارې دا تائید کړې وه چې دغه مذاکرات د دوی په منځګړیتوب پیل شوي دي او پرمختګ هم پکې شوی دی.

په کابل کې يوه پاکستاني چارواکي، ډان. کام ته ويلي دي چې «خبرې اترې یوه جدي پړاو ته داخلې شوي دي.» دغه چارواکي په دې اړه د نورو جزياتو له ورکړې ډډه وکړه.

پرون سه شنبه د آلمان خبري آژانس رپوټ ورکړی وو چې د دغو خبرو اترو په ترڅ کې دواړې خواوې تر نامعلومې مودې پر اوربند سره سلا شوي دي.

يوه لوړپوړي چارواکي چې په دې اړه یې معلومات درلودل، د آلمان خبري آژانس ته ويلي ول: «پر دې توافق شوی دی چې اوربند تر نامعلومې مودې وغځول شي.»

د پاکستاني طالبانو ډلې له حکومت سره د تېر کوچني اختر په مناسبت اوربند کړی وو چې بيا د دغه اوربند موده لومړۍ د می تر ۱۶مې او بيا د می تر ۳۰ وغځول شوه. په دې توګه د تازه اوربند نېټه پرون، دوشنبه پای ته رسېدله.

له ټي ټي پي سره د خبرو په تړاو بحث

په پاکستان کې د ټي ټي پي ډلې سره د حکومت د خبرو اترو په اړه بحثونه پېل شوي دي. ځيني منتقدين په دې آند دي چې دا ډول خبرې اترې په کار دي خو نور یې بيا سخت مخالفت کوي.

د کراچۍ پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې پخوانۍ مشره ډاکتر طلعت عايشه وايي چې حکومت طالبانو ته کوم ستر رعايت بايد ور نه کړي. نوموړې د دويچه ويله اردو څانګې سره په خبرو کې وويل: «موږ د سولې د دور د چاپيريال په کارولو سره بايد د ټي ټي پي افراطي غړي له منځه وړي او بې وسلې کړي وای. خو موږ ورسره برعکس مذاکرات پېل کړل. خو دا مذاکرات بايد پر شرائطو ولاړ وي او تحريک طالبان ته هيڅ ډول رعايت بايد ور نه کړل شي.»

د پاکستان د پارلمان پخوانۍ غړې بشری ګوهر هم وايي چې دا ډول مذاکرات ګټور نه شي تماميدلای. نوموړې وايي چې د دې مذاکراتو سره يو ځل بيا خيبر پښتونخوا ايالت پاکستاني طالبانو ته سپارل کیږي.

ب. ص/ ن. ز (ډان. کام/ ډويچه ويله اردو)