خواجه آصف د طالبانو د بشپړ «له منځه وړلو» ګواښ کړی
۱۴۰۴ آبان ۷, چهارشنبه
د دغو مذاکراتو تر ناکامېدو څو ساعته وروسته د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف پر اکس شبکه یا پخواني ټويټر یو اوږد، غیرديپلوماتیک او ګواښوونکی متن خپور کړ.
هغه ویلي دي: «پرېږدۍ چې هغوي [افغان طالبانو] ته ډاډ ورکړم چې پاکستان د طالبانو رژیم د بشپړ محوه کولو او بېرته ېې غارونو ته د استولو له پاره حتی د خپلو پوځي تجهیزاتو یوې برخې ته هم اړتیا نه لري.»
د پاکستان دفاع وزیر چې تر دې مخکې ېې د شنبې په ورځ هم ګواښ کړی و چې د استانبول د سولې مذاکراتو ناکامېدل به د «ښکاره جګړې» په معنی وي، په خپلې لیکنه کې زیاته کړې: «که د طالبانو رژیم غواړي موږ سره وجنګیږي، نړۍ به ان شاالله شاهده وي چې د هغوی ګواښونه به یوازې د سرکس نندارې وي.»
په افغانستان کې طالب چارواکو رسماً د استانبول مذاکراتو د ماتې او د پاکستان د دفاع وزیر د څرګندونو په هکله څه نه دي ویلي، خو د افغانستان داخلي رسنیو د طالبانو ادارې د سرچينو په حواله رپوټ ورکړی چې د پاکستان هر ډول حملو ته به متقابل ځواب ورکړل شي.
د طلوع نیوز چینل د یوې «امنیتي سرچينې» له قوله په خپل رپوټ کې وویل: «د پاکستان هره حمله به له متقابل ځواب سره مخ شي، که د افغانستان خاوره بمبارۍ کيږي، اسلام آباد به په نخښه شي.»
د پاکستان دفاع وزیر د یو شمېر طالب چارواکو خبرو ته په اشارې ویلي دي: «موږ ستاسو خیانت او تمسخر د اوږدې مودې له پاره وزغمل، خو نور نه. د پاکستان په منځ کې د هرې تروریستي حملې او هرې ځانوژونکې بمي چاودنې سره به تاسو د همدا ډول ترخو ناوړه پېښو تريخ خوند وڅکئ.»
د پاکستان د دفاع وزیر دغو څرګندونو، د پاکستاني ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړې د بیا پیلیدو او د اوربند د نقضولو اندېښنې راولاړې کړې دي.
سرچينې وايي دغه مذاکرات د تحریک طالبان ډلې یا پاکستاني طالبانو پر سر چې پاکستان سره جنګيږي، پر اختلاف ناکام شول.
یوې پاکستانۍ سرچينې ویلي اختلاف دا دی چې طالبانو د اسلام آباد هغې غوښتنې ته چې پاکستاني طالبان دې مهار کړي، تمایل نه دی ښودلی. اسلام آباد ادعا کوي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې خپل بریدونه تنظیموي، خو طالبان بیا دغه ادعاوې ردوي.
د پاکستان او افغانستان تر منځ وروستۍ شخړې وروسته له هغې رابرسېره شوې چې افغان طالبانو پاکستان پر کابل او د افغانستان په ځینو نورو سیمو کې پر هوايي حملو تورن کړ او په غبرګون ېې کې د ګډې ۲۶۰۰ کیلومتره اوږدې کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو «انتقامي عملیات» ترسره کړل. دا د طالبانو په واکمنۍ کې پاکستاني ځواکونو سره د دوی تر ټولو خونړۍ حملې وې چې پکې د دواړو لورو په لسونو کسان ووژل شول.
دواړه خواوې تر شخړو وروسته د اکتوبر په ۱۹مه پر یو موقتي اوربند سلا شول او همدارنګه په قطر او بیا په ترکیه کې د سولې خبرو اترو ته کښېناستل خو کومې پاېلې ته ونه رسېدل.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ نن چهارشنبه سهار وختي وويل چې افغان طالبانو سره په استانبول کې د سولې مذاکرات په څلورمه ورځ ناکام پای ته ورسېدل. هغه په یوه اعلامیه کې وویل: «خبرې اترې کومې حل لارې ته له رسېدو پرته ناکام شول.»
رویټرز خبري آژانس هم لیکي چې د طالبانو د بهرنیو چارو او دفاع وزارت په سملاسي توګه د دوی پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړي.
د استانبول د سولې له مذاکراتو ېوې باخبره افغان سرچينې وویل چې د سولې خبرې اترې وروسته له هغې پاې ته ورسېدې چې د دواړو خواو تر منځ د پاکستاني طالبانو پر موضوع د «جنجالي بحثونو تبادله» وشوه. دغې سرچینې چې د نوم له ښودلو ېې ډډه کړې وویل چې طالبانو استدلال کړی چې دوی پر پاکستاني طالبانو کنټرول نه لري. پاکستاني طالبان په پاکستان کې د پاکستان حکومت پر ضد حملې کوي چې دغه حملې ېې په ورستیو اوونیو کې تېزې کړي هم دي.