1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان د دیني عالمانو یو پلاوي کابل ته تللی

۱۴۰۱ مرداد ۴, سه‌شنبه

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو په حواله د پاکستان د دیني عالمانو یو پلاوی کابل ته تللی تر څو د افغان طالبانو په منځګړیتوب د پاکستاني طالبانو او پاکستان حکومت ترمنځ په مذکراتو کې برخه واخلي.

Symbolbild Afghanistan Ausreisewilligen in Kabul
آرشيف انڅور ـ د کابل هوايي ډگرانځور: Hector Retamal/AFP

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی دی، چې د دغه پلاوي مشري د پاکستان مشهور دیني عالم محمد تقي عثماني کوي، چې د اکوړه خټک حقانیه مدرسې مشر انورالحق، مفتي غلام رحمان، مولانا محمد طيب، مولانا حنيف جالندري، مولانا حسین احمد، د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ پخوانی غړی شیخ الحدیث مولانا محمد ادریس او مختارالدین شاه کار بوګا په دې پلاوي کې شامل دي.

پاکستاني رسنیو ویلي چې دغه پلاوی د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي او پاکستان حکومت ترمنځ په هغو مذکراتو کې برخه اخلي، چې د تېرو څو میاشتو راهیسې د افغان طالبانو په منځګړیتوب پیل شوي دي. تر دې وړاندې د افغان طالبانو په منځګړتوب د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ مذاکرات شوي وو چې په پایله کې یې یو لنډ مهاله اوربند هم رامنځته شوی وو.

د پاکستاني پلاوي مشر محمد تقي عثماني بیا په یوه ټویټ کې ویلې دي، چې د افغان طالبانو په غوښتنه یې کابل ته سفر کړی دی او له افغان طالب حکومتي چارواکو سره هم په یو لړ مسایلو خبرې کوي. 

عثماني که څه هم د ټي ټي پي سره د مذکراتو په اړه څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده، چې د افغان طالبانو مشرانو سره به د افغانستان د پوهنې او اسلامي اقتصاد په اړه خبرې اترې وکړي: «موږ د افغان حکومت په بلنه نن له یوه ښه نیت سره کابل ته راغلو، چې له لومړي وزیر، د کورنیو چارو وزیر، د پوهنې وزیر او نورو لوړپوړو چارواکو سره به د مرستو پر کار، د پوهنې او اسلامي اقتصاد بحثونه پیل کړو.»

کابل ته د پاکستان د دیني عالمانو د پلاوي د سفر په اړه تر اوسه د پاکستان حکومت او افغان طالبانو حکومت کوم رسمي اعلان نه دی کړی.

فریدالله ظاهر

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب