د پاکستان د ټانګري چاودنې تاوان د تېلو پر یوه شرکت واچول شو
۱۳۹۶ تیر ۱۶, جمعهاعلان
د پاکستان په پنجاب ایالت کې د جون په ۲۵مه نیټه د تیلو یو ټانګر وچاودید چې له کبله یې سخته مرګژوبله رامنځ ته شوه. اوس په یوه تازه خپاره شوي رپوټ کې د چاودنې پړه د شېل شرکت پر ځایي څانګې باندې اچول شوې ده. چاودیدلي ټانګر د همدې شرکت تېل لیږدول چې چپه شو.
د ټانکر چاودنې تر هغه وروسته سخته مرګ ژوبله رامنځ ته کړه چې ځايي اوسیدونکي په سیمه کې د تیلو د ترلاسه کولو په موخه راټول شول.