1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان د پارلمان پخوانی استازی محسن داوړ ټپي شوی

۱۴۰۲ بهمن ۲۱, شنبه

د پاکستان د پارلمان پخوانی استازی او د ملي دیموکراتیک غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ د شمالي وزیرستان په میرانشاه سیمه کې په ظاهره د پولیسو په ډزو کې ټپي شوی دی.

Pakistan Islamabad | Mohsin Dawar
انځور: B.K. Bangash/AP/picture alliance

محسن داوړ په پاکستان کې په عمومي ټاکنو کې یو ځل بیا له شمالي وزیرستان څخه ولسي جرګې ته ځان کاندید کړی و او د پنجشنبې په ورځ ترسره شوو انتخاباتو د پایلو په اعلان کې د ځنډ او په ټاکنو کې د درغلیو له ادعاو وروسته، په احتجاج کې ګډون کړی وو.

سیمه ایزې رسنۍ ادعا کوي چې پولیسو پر هغه وخت ډزې کړي چې نوموړی له خپلو پلویانو سره په ټاکنیزو پایلو کې د ځنډ او انتخاباتو کې د درغلیو په خلاف مظاهره کوله.

محسن داوړ: پشتین د بشري حقونو د غوښتنې په دلیل نیول شوی

This browser does not support the audio element.

د مظاهره کوونکو په حواله پولیسو په مظاهره کې د ګډون کوونکو کسانو د تیت او پرک کولو له پاره پر هغوي ډزې وکړې او اوښکي بهونکی ګاز یې استعمال کړ.

پولیسو د محسن داوړ ټپي کیدل تائید کړی، خو دا یې نه دي ویلي چې آیا نوموړی په ریښتیا هم د پولیسو په ډزو کې ژوبل شوی دی او که څنګه؟

د سیمه ایزو رسنیو په حواله محسن داوړ تر درملنې لاندې دی او روغتیایي وضعیت یې د اندېښنې وړ نه دی.

ښاغلی داوړ د ۲۰۱۸ له اګست څخه تر ۲۰۲۳م کاله پورې د پاکستان د پارلمان غړی پاتې شوی دی. مخکې تر دې نوموړی د پښتون ژغورنې د غورځنګ د رهبرۍ یو له مهمو کسانو څخه وو.

وروسته هغه د ملي دیموکراتیک غورځنګ په نوم یو نوی ګوند جوړ کړ. داوړ پخوا له دې د پښتون محصلینو د فدراسیون او د ځوانانو د ملي سازمان غړی هم پاتی شوی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

«شهیدان او زندانونه زمونږ دریځ نه شي بدلولی»

03:30

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل