1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

د پاکستان د کرکټ‌ لوبډلې اووم لوبغاړی هم په کرونا اخته شوی

۱۳۹۹ آذر ۸, شنبه

د پاکستان د کرکټ ملي ټيم د يوه بل غړي د کرونا تست هم مثبت ختلی دی.‌ د نوي زيلند د روغتيا وزارت ويلي چې په دې سره اوس په کرونا ویروس د اخته پاکستاني لوبغاړو شمېر اوو تنو ته لوړ شوی.

ICC Cricket World Cup 2019 Neuseeland - Pakistan | Muhammad Hafeez
انځور: Getty Images/M. Steele

نوي زيلند ته په رسېدو سره د دغه ګروپ له ۵۳ کسانو څخه د شپږو تنو تستونه مثبت ختلي‌ ول. داسې شواهد هم شته چې د خونديتوب د تدابيرو څخه سرغړونې شوې دي. د نوي زيلند د روغتيا وزارت په حواله «د پاکستان د لوبډلې يو بل غړی د معمولي تستونو پر مهال نن مثبت ختلی دی.» نیوزلنډ ته تر رسیدو وروسته پر دریمه ورځ د پاکستان له ملي ټیم سره د نورو پاتې کسانو نتیجي منفي ختلي دي.

تر دې مخکې شپږ تنه نور پاکستاني لوبغاړي هم په کرونا اخته شوي‌ ول چې دغه شمېر اوس په دې نوي مثبت تست سره اوو تنو ته لوړ شوی دی. ټاکل شوې ده چې پاکستان به د دسمبر په ۱۸مه له نیوزیلنډ سره د دریو شل اوریزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه ترسره کړي او بیا وروسته دوه ټست لوبې هم پلان شوي دي.

انځور: Getty Images/M. Hunter

همدا څو ورځې وړاندې د نیوزیلنډ روغتیايي چارواکو د پاکستان د کریکټ ملي لوبډلې ته د قرنطین د ماتولو له کبله یو وروستی اخطار هم ورکړی وو. د نیوزیلنډ روغتیايي چارواکو ویلي وو: «د سپورټ په موخه نیوزیلنډ ته راتګ امتیاز دی، خو د دې په بدل کې لوبډلې باید د هغو قوانینو تابع وي چې له کرونا وبا څخه زموږ د ټولنو د ژغورنې له پاره عملي کیږي.»

د نیوزیلنډي چارواکو په خبره په امنیتي کامرو کې لیدل شوي چې پاکستاني لوبغاړي د ټولنیز واټن قوانین ماتوي. نیوزیلنډ ته تر راتګ وړاندې د پاکستان د ملي لوبډلې لوبغاړو او نورو چارواکو په پاکستان کې د کرونا آزموینې کړې وې او د ټولو نتیجې منفي وې.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب