د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر د دوشنبې (د جنورۍ میاشتې ۱۳ نیټه) په ورځ د مختلفو سیاسي ګوندونو له مشرانو سره په نږدې څلور ساعته ناسته کې د خیبر پښتونخوا پر روان وضعیت او په هکله یې خپلو انديښنو خبرې وکړې.
د پاکستان د «ډان نیوز» ورځپاڼې د باخبره سرچینو په حواله ویلي دي چې سیاسي مشري په بشپړ ډول د ملي عمل پروګرام (ان ای پي) عملي کول غواړي او زیاته کړې یې ده چې د اړتیا په صورت کې به پر ځینو اصلاحاتو له سره غور وکړي.
د سرچینو په حواله په غونډه کې د جمعیت علمای اسلام، پاکستان پيپلز پارټي، مسلم لیګ ن، جماعت اسلامي او قومي وطن پارټي، ګوندونو استازو هم ګډون کړی و.
سرچینو ویلي دي چې د سیاسي ګوندونو مشرانو په افغانستان کې د طالبانو له ادارې سره د «رسمي یا غیر رسمي خبرو اترو» وړاندیز کړی دی.
ټول ګډون کوونکي په دې نظر وو چې د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ همکاري په سیمه کې د امنیت په ټینګښت کې مرسته کولی شي.
«هغوي زمونږ خبره نه اوري» خو د پوځ مشر وویل چې په افغانستان کې د طالبانو ادارې یې په تیرو وختونو کې په واو وار سره خبردارۍ له پامه غورځولي دي.
د سرچینو په حواله د پوځ مشر له افغان واکمنانو سره د رسمي یا غیر رسمي خبرو اترو وړاندیز کوونکو ته وویل «هغوي زمونږ خبره نه اوري.»
د دې سربیره سیاسي ګوندونو پوځي رهبرۍ ته مشوره ورکړه چې د مسایلو د حل له پاره دې د طالبانو له ادارې سره د «خبرو اترو نورې لارې» وکاروي.
د پاکستان له خوا پر پوله د کټارو درولو چارې ګړندۍ شويThis browser does not support the video element.
د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) له خوا د خپرې شوې اعلامیې په اساس د سیاسي ګوندونو استازو د اورپکۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د خپلو وسله والو ځواکونو او قانون نافذونکو د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.
همدارنګه دغو مشرانو د وسله والو افراطي ډلو پر وړاندې د یوې متحدې جبهې پر ضرورت ټینګار وکړ.
له پریکړنده ځواک سره به ځواب ورکړل شي د ISPR په حواله ګواکې پوځي مشري څرګنده کړه چې هیڅ ډول نوي پوځي عملیات نه کیږي، خو زیاته یې کړه چې «د اسختباراتي معلوماتو په اساس به عملیات چټک کړای شي». هغه وویل چې پوځ له سیاسي ګوندونو څخه هم د نظر غوښتنه کړې ده.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال منیر واضحه کړه چې د ولس د امنیت خرابوونکي هر ډول کوښښ ته به پریکړنده او بشپړ ځواک سره ځواب ورکړل شي.
د پاکستان د پوځ مشر دغه څرګندونې په داسې یوه وخت کې کړي دي چې په ځانګړي توګه په بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې په ترهګریزو پيښو کې په ډیرې چټکۍ سره زیاتوالی راغلی دی.
پاکستان څه ډول توغندي لري؟
د پاکستان د اتومي انرژۍ کمېسيون، کهوټا تحقيقاتي ادارې، سپارکو او د دفاعي علومو او تکنالوژۍ سازمان په ګډه د توغنديو پر تخنيک څېړنې پېل کړې وې. په دې ګالرۍ کې د پاکستاني توغنديو په اړه جزيات ترلاسه کولی شئ: انځور: ISPR پاکستاني توغندي او واټن یې د پاکستان د بالستيک ميزايل پروګرام له نزدې واټن څخه نيولې تر منځني واټن ويشتلو پوري وړتيا لرونکي ميزايل لري.
حتف ون يا حتف يو د لنډ واټن لومړی بالستېک میزايل وو چې پاکستان جوړ کړی وو او په لومړي سر کې یې له ۷۰ تر ۱۰۰ کلوميترو پورې واټن وهلای شوای. دا ميزايل د سپارکو شرکت د نورو په مرسته په ۱۹۸۹م کال کې جوړ کړی وو. دا په ۱۹۹۲م کال کې د پاکستان پوځ ته وسپارل شو.
انځور: ISPR حتف اته يا رعد دوه توربو جېټ پاور کروز ميزايل دی. پاکستان د ۲۰۰۷م کال په اګست کې د دې آزموينه پيل کړې وه. د رپوټونو په حواله تر يو شمير تجربو وروسته د ۲۰۱۶م کال په جنورۍ کې ترسره شوې تجربه یې تر اوسه تر ټولو بريالۍ وه. دا ميزايل تر ۳۵۰ کيلومترو پوري واټن وهي.
انځور: ISPR حتف شپږ، شاهين دوه توغندی شاهين دوه د منځني واټن بالستېک توغندی په اصل کې د شاهين ون توغندي عصري شکل دی چې په لومړي سر کې د شاهين ون توغندي سره د دويمې درجې د موټور په توګه لګول شوی وو. په ۲۰۰۰م کال کې د جوړ شوي دې توغندي آزموينه په ۲۰۰۴م کال کې وشوه، په داسې حال کې چې د نصبولو وروستۍ تجربه یې په ۲۰۱۴م کال کې ترسره شوه. دا ميزايل د ۱۵۰۰ او ۲۰۰۰ ترمنځ واټن وهلې شي.
انځور: Getty Images/AFP/F. Naeem حتف دوه يا د لنډ واټن ابدالي بالستېک توغندي ته په لومړي سر کې د حتف ون میزايل د دويمې مرحلې د بڼې په سترګه کتل کيدل او دا د حتف ون میزايل په لاندنۍ برخه کې نصب شوی وو. له دې کار څخه موخه د ميزايل واټن زياتول وو. د توغندی د ۲۸۰ څخه تر ۴۰۰ کلوميترو پورې واټن وهلی شي.
انځور: Getty Images/AFP/J. Samad د پاکستان د حتف پنځه توغندي د جوړولو کار په اتيايمه لسیزه کې پیل شوی وو چې وروسته د غوري په نوم ونومول شو او په ۱۹۹۸م کال کې و آزمويل شو. غوري دوه بالستېک میزايل کې د فولادو پر ځای المونيوم کارول شوي ول چې له کبله یې دا تر ۱۸۰۰ کلوميترو پورې واټن وهلی شي.
انځور: Getty Images/AFP/F. Naeem په ميزايل تکنالوژۍ کې د پاکستان تر ټولو مهمه وسله د ابابيل توغندی دی. دا ميزايل په يوه وخت کې تر ۲۲۰۰ کيلومترو واټن پورې څو اهدافه په نخښه کولی شي. دا توغندی د کهوټا تحقيقاتي مرکز ساينس پوهانو او انجينرانو جوړ کړی او لومړۍ آزموينه یې د ۲۰۱۷م کال په جنورۍ مياشت کې شوې وه.
انځور: picture alliance/AA/Pakistani Army Handout حتف څلور، شاهين ون توغندی د حتف څلور يا شاهين ون توغندي د جوړولو چارې په ۱۹۹۳م کال کې پېل شوې وې او لومړۍ آزموينه یې د ۱۹۹۹م کال په اپريل مياشت کې ترسره شوې وه. د ۲۰۰۲ او ۲۰۱۰م کالونو ترمنځ موده کې یې تخنيک عصري کړل شو او نورې آزموينې یې ترسره شوې. دا ميزايل له ۷۵۰ څخه تر ۹۰۰ کيلومتره پورې واټن وهلی شي او د ۲۰۰۳م کال په مارچ مياشت کې د پاکستان پوځ ته وسپارل شو.
انځور: picture alliance / dpa