د ګلګت بالتستان په استور کې د واورې ښويدنې یوې پېښې درنه مرګ ژوبله اړولې ده. قربانيان ښايي د شپنو يوې ډلې پورې اړه ولري چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير له سيمې څخه خپلو ورشوګانو او څړځايونو ته په لاره ول.
پاکستان: د چت رالويدو په پېښه کې ۹ کسان مړه شوي
ويل شوي چې دغه کسان په اوسني موسم کې د استثنايي زياتو واورو له کبله د واورې ښويدنې په پېښه کې سخت زيانمن شوي دي.
په پاکستان کې تر۱۰۰ زيات کسان واوري وژلي دي
د پوليسو وياند زيارت علي د آلمان خبري آژانس ته ويلي چې د خرابې هوا له امله د ژغورنې عمليات تر غرمې وروسته هم دوام پيدا کوي.
ډي پي ای/ن.ص./ش.ن.
په ګلګت بلتستان کې د موسیقۍ او کلتور رنګين پیوستون
د پاکستان په شمالي سیمه ګلګت کې د ګوجال د درې په ګُلمِت کلي کې د «بُلبلیک» په نوم د موسیقۍ یو ښوونځی شته. هر کله چې په دې سیمه کې د آواز او موسیقۍ په اړه خبره کیږي، نو سمدستي د انسان ذهن ته د «بُلبلیک» نوم راځي.
انځور: Bulbulik Heritage Centre Gulmitله موسیقۍ سره د ماشومانو لیوالتیا
د پاکستان په ګلګت کې د ګلمِت سیمه د پخواني هنزه ایالت د سیمه ایز حکومت یو مهم اداري مرکز ګڼل کیده او اوس یې هم خپل دغه مرکزي حیثیت ساتلی دی. په ګلمِت کې د الامين ماډل سکول یو زده کونکی د «هنزه» په دودیزو جامو کې شپیلۍ غږوي.
انځور: Bulbulik Heritage Centre Gulmitد هنزه یوه مشهوره هنرمنده سحرش مجيد، په ګل میت کلتوري مرکز کې د وائلن غږولو په حال کې لیدل کیږي.
انځور: Bulbulik Heritage Centre Gulmitد بُلبلیک د موسیقۍ ښوونځي یو بل هنرمند سلیم شیخ، د اسلام اباد په یوه کلتوري میله کې شپیلۍ غږوي.
انځور: Bulbulik Heritage Centre Gulmitد بُلبلیک د مخکښ هنرمندانو یوه ډله په پولو لوبغالي کې د«روف آف دی ورلډ فیستول ګلمِت» په نوم فیستوال په ترڅ کې د هرکلي یوه دودیزه سندره وایې او په دې توګه خپل هنر نندارې ته وړاندې کوي.
انځور: Bulbulik Heritage Centre Gulmitد بُلبلیک د لوک موسیقۍ هنرمندان او سندرغاړي د «روف آف دی ورلډ فیستیوال ګلمت» د ملې پر مهال اتڼ ته ورته د یوه ډول نڅا په حال کې لیدل کیږي.
انځور: Bulbulik Heritage Centre Gulmitګلمِت پولو لوبغالي کې د دغې میلې یا فیستیوال پر مهال د «غلکن» کلي اوسیدونکي اټن ته ورته خپله دودیزه نڅا وړاندې کوي.
انځور: Bulbulik Heritage Centre Gulmitبلبیلک د موسیقۍ په ښوونځي د موسیقۍ یو شمیر آلات
انځور: Bulbulik Heritage Centre Gulmitماجده فهمي ډیر ښه رباب غږوي. نوموړۍ د بُلبلیک د موسیقۍ ښوونځي د لومړي ګروپ له زده کونکو څخه ده.
انځور: Bulbulik Heritage Centre Gulmitد سیمه ایزو خلکو لیوالتیا
د بُلبلیک یوه داخلي صحنه، چیرې چې هنرمندان او سیمه ایز خلک له موسیقۍ څخه خوند اخلي او نندارچیان په ډیره لیوالتیا سره اوریدو ته ناست دي.
انځور: Bulbulik Heritage Centre Gulmitسحر الله هم د هنزه د دودیزې موسیقۍ د ژوندي ساتلو په برخه کې خپل کوښښ جاري ساتلی دی. په دې انځور کې سحر الله د تمبک د موسیقۍ له آلې سره د موسیقۍ د غږولو په حال کې لیدل کیږي.
انځور: Bulbulik Heritage Centre Gulmitسدرا او سونیا داد د ګوجال درې په موکهن کلي کې د دودیزې موسیقۍ د غږولو په حال کې لیدل کیږي.
انځور: Bulbulik Heritage Centre Gulmitد غره په لمنه کې موسیقي غوږول
د لوک موسیقۍ د ښځینه او نارینه هنرمندانو یوه ډله د غره په لمنه کې د موسیقۍ د یوه نمایش له پاره تمرين کوي.
انځور: Bulbulik Heritage Centre Gulmitد «بُلبلیک» مخکښ هنرمندان
استاد رحمت الله بیګ اوس په ګوجال درې کې د «غاژیک» یا دودیز وائلن غږونکی یوازنۍ هنرمند دی. په دې انځور کې استاد امان الله ناچيز او نوید رای، د یوې دودیزې سندرې تمرين کوي.
انځور: Bulbulik Heritage Centre Gulmitد «بُلبلیک» دوه تنه هنرمندان په اسلام آباد کې د پامیر میوزیک میلې پر مهال د خپلې سیمې دودیزه نڅا وړاندې کوي.
انځور: Bulbulik Heritage Centre Gulmitد ګلمِت د هنرمندانو یوه ډله په پامیر میوزیک فیستیوال کې له سندرو او داریا یا تمبل غږولو سره خپل هنر نندارې ته وړاندې کوي.
انځور: Bulbulik Heritage Centre Gulmitماجده او احمد د لوک ورثه په نوم د موسیقۍ په یوه فیستیوال کې خپل هنر نندارې ته د وړاندې کولو په حال کې لیدل کیږي.
انځور: Bulbulik Heritage Centre Gulmitپه دې انځور کې د بُلبلیک هنرمنده نیلوفر د دودیز وائلن او اسلم بیګ د تمبک یا زیربغلي د غږولو په حال کې لیدل کیږي.
انځور: Bulbulik Heritage Centre Gulmitاستاد امان اللہ ناچیز، سیمه ایز شاعر او په عین وخت کې یو ډیر ښه ستار غږونکی دی.
انځور: Bulbulik Heritage Centre Gulmit