له لسیزو راهیسې افغان او پاکستاني سوداګر له چمن څخه په آزاده توګه تیریدل او یو له بل سره به یې تجارت کاوه. خو اوس د پاکستان له خوا نويو رامنځ ته شويو سرحدي کنترولونو دغه بهیر له ستونزو سره مخامخ کړی دی.
اعلان
چمن یو له هغو دوو سیمو څخه دی چې افغانستان او پاکستان په رسمي پولو یو له بل سره تړي. له ډیر وخت راهیسې به له دې ځايه له تیریدونکو څخه د اسنادو پوښتنه نه کیده او سوداګرو کولای شول چې په آزاده توګه د پاکستان او افغانستان تر منځ تګ راتګ وکړي.
خو له ستمبر میاشتې راهیسې د پاکستان حکومت په چمن کې له افغانستان سره پر پوله چې د «دوستۍ دروازه» نومیږي، د کنترول بریښنایي سیستم رامنځ ته کړی او غواړي هر هغه څوک چې پاکستان ته ورځي ثبت شي.
د نویو تدابیرو له کبله اوس په سیمه کې په زرونو کسان او په لسونو لارۍ په کتارونو کې ولاړ وي چې له دغو مراحلو تیر شي.
سوداګر به پخوا پرته له انتظاره له دې ځایه تیریدل او خپل توکې به یې د یو یا بل هیواد مارکیټونو ته رسول خو اوس هغوی وایي چې په ځینو مواردو کې لارۍ موټران آن په اوونیو په دې سیمه کې ولاړ وي چې ځینې وختونه تازه مېوې خرابیږي.
فضل کرم چې له ډیر وخت راهیسې پر دې لار تجارت کوي وايي: «زما لارۍ موټر پر سرحد آن ۱۵يا ۱۶ ورځي ولاړ وي.»
پاکستان اوس له افغانستان سره پر پوله داسې موانع رامنځ ته کړي چې موټر کولای نه شي بې له قانوني مراحلو تير شي.
پاکستان چې پر تورخم یې هم خپل سرحدي تدابیر ډیر کړي دي، وایي چې له دې کاره یې هدف د کډوالو مخنیوي او همداراز د سرحدي عوایدو لوړول دی. پاکستان وایي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ هر کال د نه ثبت شوي تجارت اندازه ۲.۵ میلیارده ډالرو ته رسیږي.
خو دا چي د دې وضعیت د له منځه وړلو له پاره عملي حل لارې لکه اوږد مهاله ویزې، نه شته، نو ځیني سوداګر خپل مالونه پاکستان ته په قاچاقي توګه انتقالوي.
نور مطالب:
انځوریز راپور: په کابل کې د افغانستان او پاکستان گډ صنعتي نندارتون
د افغانستان او پاکستان د سوداگرۍ او صنایعو خوني، په کابل کې یو نندارتون جوړ کړی دی. په پام کې ده چې د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف به هم دغه نندارتون ته ورشي. د شنبې په ورځ کابل ته د نواز شریف سفر پلان شوی دی.
انځور: DW/H. Sirat
د افغانستان او پاکستان د سوداگرۍ او صنایعو خوني د کابل په انتر کانتینېنتل هوټل کې یو نندارتون پرانیستی دی. په دغه نندارتون کې ۴۰ غرفي دي چې لس غرفي د افغان سوداگرو او تولید کوونکو په اختیار کې دي او په پاتي نورو ۳۰ غرفو کې پاکستان خپل محصولات نندارې ته وړاندي کړي دي.
انځور: DW/H. Sirat
په دغو غرفو کې د خوراکي موادو څخه نیولای تر ساختماني موادو او ماشین آلاتو پوري نندارې ته وړاندې شوي دي. د پاکستان له خوا په وړاندې شوو محصولاتو کې عمده برخه ساختماني مواد لکه د بریښنا کیبلونه، رنگونه او نور مواد جوړوي. پاکستاني سوداگرو په ښه شان سره په افغانستان کې د ساختماني کارونو پرمختگ درک کړی دی.
انځور: DW/H. Sirat
یو شمیر پاکستاني پانگوال وایي چې په افغانستان کې د پانگونې له پاره ښه فرصتونه موجود دي، خو اصلي ستونزه د اومو مواد کموالی دی. همداشان افغاني سوداگر په پاکستان کي له پانگونې سره لیوالتیا لري خو هغوی د تجارت په برخه کې په بشپړ ډول د آزادۍ نه لرل د لویې ستونزې په توگه یادوي.
انځور: DW/H. Sirat
افغانستان او پاکستان هغه گاونډي هیوادونه دي چې د دوی تر منځ سیاسي ترینگلتیا پر تجارت او پانگونه باندې هم منفي تاثیر لري. په افغانستان کې د پاکستان سفیر محمد صادق، په دغه نندارتون کې پخپله وینا کې وویل، په هغه صورت کي چي د دواړو هیوادونو تر منځ سوداگري وده وکړي، سیاسي او امنیتي ستونزې به هم په تدریجي ډول له منځه ولاړې شي.
انځور: DW/H. Sirat
دغه نندارتون په یوه داسې حال کي پرانيستل شوی دی چې د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د ناټو د اکمالاتي لاریو پر ضد لار هم تړل شوې ده. په خیبر پښتونخوا ایالت کې واکمن گوند «تحریک انصاف» او د هغه پلویانو په سیمه کې د بې پيلوټه الوتکه د یوه برید په غبرگون کې په دغه سیمه کې د ناټو د اکمالاتي لاریو پر وړاندې د لارې د تړلو اعلان وکړ.
انځور: DW/H. Sirat
افغان سوداگر وایي چې نه یوازې هغه لارې درول کیږي چې د ناټو له پاره اکمالاتي مواد راوړي، بلکې هغه لارۍ هم درول شوي دي چې د افغاني سوداگرو مالونه پکښې دي.
انځور: DW/H. Sirat
خو د پاکستان د حکومت مرکزي چارواکي له افغانستان سره د تجارت د ودې او په دغه هیواد کې د پانگونې غوښتونکي دي. پاکستان د افغانستان له لاري د مرکزي آسیا له هیوادونو سره په کال کې د سوونو میلیونو ډالرو په ارزښت تجارت لري. د پاکستان سفیر وایي چې دواړه هیوادونه له یو بل سره ډیره راکړه ورکړه لري او په پام کې ده چې د پیښور لویه لار له کابل سره ونښلوي تر څو د دواړو هیوادونو تر منځ تجارت لاپسې پیاوړی شي.