1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د پاکستان له زندانونو څخه ۲۰۰ افغانان آزاد سوي دي»

۱۴۰۱ بهمن ۲۷, پنجشنبه

د پاکستان په کراچي ښار کي د افغانستان کونسلګري چي د طالبانو تر واک لاندي کار کوي وايي چي پرون چهارشنبه ۱۷۰ افغانان چي ښځي او کوچنیان هم پکښي شامل دي د پاکستان د کراچي ښار له زندانونو څخه راخوشي سول.

Pakistan Karatschi Gefängnis
انځور: Raffat Saeed/DW

د کونسلګرۍ په قول، په دې ډله کي ۳۰ تنه د سند ایالات له نورو زندانونو څخه راخلاص او افغانستان ته ولیږل سول.

په کراچي ښار کي د طالبانو تر واک لاندي دغه کونسلګري پر خپله فېسبوکپاڼه لیکي، یاد ازاد کړل سوي افغانان د طالب چارواکو په مخکي د څلورو بسونو په واسطه افغانستان ته ولېږل سول.

اړوند: پاکستان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲۰۰ افغانان بندیان دي

د دغي کونسلګرۍ د شمېرو له مخي په تیرو څو میاشتو کي ۱۲۰۰ افغان بندیان د کراچي، حیدراباد، لاړکانه او سکر ښارونو کي له زندانونو خوشي او پر وخت افغانستان ته لېږدول سوي دي.

د راپورونو له مخي اوس هم په سلهاوو افغانان چي ښځي او کوچنیان هم پکښي شامل دي د پاکستان په بېلا بېلو زندانونو کي بندیان دي.

ویل کیږي چي په دې زندانیانو کي ناروغان هم سته چي د درملني له پاره هلته تللي او د پولیسو له خوا د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول سوي دي.

اړوند: په پاکستان کي د بندي افغان کډوالو کورنۍ له چا مرسته وغواړي؟

په ټولنیزو رسنیو کي د یو شمېر افغان زندانیانو په ځانګړي ډول د کوچنیانو داسي ویډیوګاني خپروې سوي چي د زندان په تورو پنجرو کي ولاړل لېدل کېږي. 
دغو ویډیوګانو په ټول افغانستان کي د خلکو احساسات راپارولي دي.

د پاکستان په زندانونو کي څلور داسي افغانان هم مړه سوي چي د درملني له پاره پاکستان ته تللي ول.

زموږ له ارشیف څخه 

آيا په پاکستان کې د افغانانو زنداني کیدل سیاسي اړخ لري؟

29:29

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب