1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان له زندانونو ۶۶ افغان بندیان آزاد سوي

۱۴۰۲ خرداد ۴, پنجشنبه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې په پاکستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سیاسي استازو د هڅو په پایله کې ۶۶ افغانان له سند صوبې زندانونه څخه آزاد شوي دي.

د پاکستان په کراچۍ کې په سلګونه افغانان بندي دي
د پاکستان په کراچۍ کې په سلګونه افغانان بندي ديانځور: Gibran Peshimam/REUTERS

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هم ویلي دي چې دغه بندیان د حکومت په لګښت له پاکستان څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي.

په دغه ټویټ کې د خپرې شوې ویډیويي اعلان له مخې په کراچۍ کې د طالبانو عمومي قونسل مولوي عبدالجبار تخاري وايي چې په خوشې شویو بندیانو کې ماشومان هم شامل دي. تخاري وویل چې دغه بندیان د چمن له لارې افغانستان ته رسېدلي دي.

ایران ۱۸۱ افغان زندانیان طالبانو ته سپارلي

همدا راز تخاري زیاته کړې: «د دوی ټول لګښتونه لکه د لاري کرایه، د مدافع وکیل فیس، د جریمې پیسې د کراچۍ د قونسلګرۍ له خوا ورکړل شوي دي.»

هغه د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د افغانانو له نيولو دې لاس پر شا سي.

د ایران په زندانونو کې څومره افغانان بندیان دي؟

تخاري همداراز د پاکستان له زندانونو څخه د نورو افغان بندیانو د ژر تر ژره خلاصون غوښتنه هم کړې ده، خو دا لا نه ده په ډاګه شوې چې لا څومره نور افغانان د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي.

آيا په پاکستان کې د افغانانو زنداني کیدل سیاسي اړخ لري؟

29:29

This browser does not support the video element.

د تخاري د معلوماتو له مخې، تر اوسه د پاکستان له زندانونو څه باندې ۲۲۷۶ افغان بندیان خوشې شوي دي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب