1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان نوي کابینې لوړه وکړه

۱۴۰۱ فروردین ۳۰, سه‌شنبه

په پاکستان کې نوې کابینې چې د ائتلافي ګوندونو جوړه ده، لوړه وکړه. د نوې کابینې له غړو څخه د ولسمشر پر ځای د سنا مجلس مشر صادق سنجراني لوړه واخیسته.

Pakistan Islamabad | Aiwan-e-Sadr - "President House"
انځور: Muhammad Reza/AA/picture alliance

د کابینې د لوړې مراسم په اسلام اباد کې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شول. په دغه کابینه کې ۳۱ فدرالي وزیران، ۳ وزیر مملکت او درې سلاکاران شامل دي.

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې په نوې کابینه کې د مسلم لیګ ن ګوند ۱۴ وزیران شامل دي. همداشان په دغه کابینه کې د پاکستان پیپلز ګوند څخه نهه وزیران، دوه وزیر مملکت او د لومړي وزیر یو سلاکار اخیستل شوي. د جمیعت علما اسلام ف، څلور، د ام کیو ام ګوند دوه، د جی ډبلیو پي او بي اې پي یو، یو وزیر هم په کابینه کې شته.

کابینه په ځنډ سره اعلان شوه

د لومړي وزیر په توګه د شهباز شریف تر ټاکل کیدو یوه اوونۍ وروسته کابینه اعلان شوه. د پاکستان ولسمشر د عمران خان د ګوند تحریک انصاف دی او هغه د صحت د خرابیدو په دلیل له لوړې اخیستو ډډه کړې وه، چې د کابینې د ځنډ یو دلیل وو. خو اسلام آباد میشتې د سیاسي چارو شنونکې شنیله سکندر، دویچه ویله ته وویل: «کوم حکومت چې د ائتلاف په پایله کې رامنځ ته کیږي، هغه له ډیرو ننګونو سره مخامخ وي. تر ټولو ستره ننګونه د کابیني جوړول وي، ځکه چې ټولو متحدینو ته باید قناعت ورکړل شي او پر یوه ګډه اجنډا باید ټول توافق وکړي.»

نوې کابینه به له کومو ننګونو سره مخامخ وي؟

پاکستان دا مهال له بیلابیلو ستونزو سره لاس او ګریوان دی، چې مهم یې اقتصادي کړکیچ دی. د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د کلدارې ارزښت ډیر راټیټ شوی دی. د پاکستان نوي لومړي وزیر د ولس د نه ناراضه کیدو په دلیل پر تیلو د سبسایډي له لیري کولو څخه ډډه وکړه.

خو د اقتصادي چارو پوهان وایي چې دا پریکړه به د اقتصاد په زیان تمامه شي، ځکه چې اقتصادي وضعیت داسې نه دی چې د تیلو سبسایډي دې جاري وساتلی شي. د شنیله سکندر په خبره دا وخت ولس له حکومت څخه په عاجل ډول د ګرانۍ د ختمولو تمه لري، خو په خبره یې دا دومره آسانه کار هم نه دی. د هغې په خبره د ائتلافي حکومت وزیران پر دې نه دي خبر «چې شپږ میاشتې، نهه میاشتې او که یو نیم کال به حکومت کوي. نو له دې کبله باید په ډیر کم وخت کې ښه وړتیا وښيې.» نوموړې شنونکي زیاتوي که چیرې دا کابینه ولس ته آسانتیا رامنځ ته کړی شي، نو په راتلونکو ټاکنو کې به د ائتلافي ګوندونو په ګټه تمامه شي.

اټکل کیږي چې د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري، به د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په توګه لوړه وکړي.

بینش جاوید

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل