1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عارف علوي افغان محصلینو ته د انلاین زده کړو وړاندیز کړی

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ مرداد ۵, چهارشنبه

د پاکستان ولسمشر عارف علوي وایي چې د پاکستان حکومت او دولت په افغانستان کې د ښځو له پاره پر برابرو تعلیمي فرصتونو باور لري او له طالبانو یې غوښتې دي چې نجونو ته زده کړو ته د تګ اجازه ورکړي.

Pakistan Präsident Arif Alvi
انځور: Ahmad Kamal/Xinhua/IMAGO

هغه د نجونو د زده کړو په اړه زیاته کړې ده، چې دا د ټولنو او هیوادونو حق دی چې پریکړه کوي، نجونې ګډې زده کړې وکړي او که نه، خو طالبانو ته په اشارې وایي، له افغانستانه د ټولو هيوادونو همدا غوښتنه ده او په دې سره به یې اړیکې هم له نړۍ سره ښې شي.

د پاکستان ولسمشر په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته وړاندیز کړی چې که هغوی یې ومني پاکستان به د افغان زده کوونکو له پاره د انلاین زده کړو زمینه برابره کړي.

د پاکستان د ولسمشر له دفتر په دې اړه یوه خبرپاڼه هم نشر شوې ده، چې پکې ویل شوې، د ولسمشر دا غوښتنه کابل ته د پاکستان دیني عالمانو تللي پلاوي د افغانستان د پوهنې وزارت سره شریکه کړې ده: «پاکستان د علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ او ورچوئل يونيورسټۍ له لورې افغان محصلينو ته د انلاين زده كړو د اسانتياو د وړاندې کولو وړانديز يو ځل بيا وكړ. ولسمشر دغه وړاندیز مخکې له دې د افغانستان د پوهنې له وزیر سره د کتنې پر مهال او له افغان سفیر، قونسل جنرالانو او نورو دولتي مشرانو سره د لیدنو پر مهال هم کړی وو، چې په افغانستان کې به محصلینو ته د مجازي زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي.»

خبرپاڼه وایي، ولسمشر عارف علوي د پلاوي مشر محمد تقي عثماني سره تیلفوني خبرې هم کړې دي او د هغه له طریقه یې له افغان چارواکو سره دغه وړاندیز تازه کولو غوښتنه کړې ده: « په افغانستان کې په ټول هېواد کې انټرنیټ نشته، په لومړي سر کې به افغان محصلینو ته د تلویزیون له لارې تعلیمي مواد وړاندې شي.»

د پاکستان ولسمشر له دفتر په خپره شوي خبرپاڼه کې زیاته شوې ده، چې افغانستان باید د نړۍ د نورو هېوادونو د اندېښنو د لرې کولو په موخه د رسنیو او مخابراتي شبکو له لارې ښځو ته د زده کړو د برابرولو په برخه کې اقدامات وکړي.

د عارف علوي له قوله ویلې شوې دي چې پاکستان په افغانستان کې سوله او سوکالي غواړي او د بشري منابعو پراختیا له دې پرته ناشونې ده.