د پاکستان پارلمان د پوځ د مشر د واکونو پراخول تائید کړل
۱۴۰۴ آبان ۲۲, پنجشنبه
د پاکستان د پارلمان اولسي جرگې د اساسي قانون دغه تعدیل د دوه پر دریمې برخې څخه په زیاتو رایو سره تصویب کړ او یوازې څلورو استازو هغه ته مخالفه رایه ورکړه.
د پاکستان سنا دوې ورځې مخکې، پس له هغه چې اپوزیسیون د دغو اصلاحاتو په هکله بحث تحریم کړ، دغه لایحه تصویب کړه، داسي یو اقدام چې د اساسي قانون د بدلون له پاره چټک او غیرمعمول ښکاري.
په اساسي قانون کې د داسي اصلاحاتو داخلیدل، معمولاً اونۍ یا میاشتې دوام کوي. دغه تعدیل به د ولسمشر تر لاسلیک کیدو وروسته چې یو تشریفاتي امر دی، په قانون واوړي.
د دغه تعدیل له مخې، دپاکستان د پوځ مشر عاصم منیر، به د " دفاعي ځواکونو د مشر" تر نامه لاندې نوې دندې ته ارتقا وکړي او پر پوځ سربیره د پاکستان سمندري او هوايي ځواکونه هم د هغه تر قوماندې لاندې راځي. د کاري دورې له پای ته رسیدو وروسته به هغه خپله رتبه وساتي او د ټول عمر له پاره به له عدلي تعقیب څخه معافیت ولري.
پوځي قدرت، قضايي محدودیت
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، دغه تعدیل د اداري همږغۍ او ملي یووالي پر لور یو گام وباله. هغه وویل: "که موږ هغه نن ورځ د اساسي قانون په یوې برخې تبدیل کړی دی، یوازې د فیلد مارشال (عاصم منیر) په اړه نه دی.« هغه زیاته کړه چې په دغه تعدیل کې د سمندري او هوايي ځواکونو ستاینه سوې ده. او د سوالیې په توگه ادامه لري: »په دې کې څه ستونزه موجوده ده؟ ملتونه خپل د اتلانو درناوی کوي... موږ پوهیږو چې څرنگه د خپلو اتلانو درناوی وکړو."
منتقدین څه وايي؟
خو منتقدین وايي چې دغه تغییرات د پوځ او حاکم ائتلاف په لاس کې قدرت متمرکز کوي. د نوموړي تعدیل له مخې به، اړونده قضیې له سترې محکمې څخه د فدرالي حکومت د اساسي قانون نوې محکمې ته انتقال سي چې قاضیان به یې د حکومت له خوا تعینیږي. په وروستیو کلونو کې، سترې محکمې د حکومت سیاستونه تړلي او لومړي وزیران یې گوښه کړي دي.
د پاکستان د تحریک انصاف د اپوزیسیون گوند استازو چې بندي پخواني لومړی وزير عمران خان یې بنسټ ایښودونکی دی، له رایې اخیستنې مخکې جلسه پریښودله او د اعتراض په توگه یې ددغې لایحې نسخې څیرې کړې. هغوی وویل چې له هغوی سره هیڅ ډول مشوره نه ده سوې.
د قضايی دستگاه له پاره د "مرگ زنگ"
حقوقي کارپوهانو خبرداری ورکړی دی چې دغه تعدیل کولای سي قضايی استقلال له منځه یوسي.
د اساسي قانون وکیل اسد رحیم خان، وویل: "موږ له یوه بشپړ ناپیژندل سوي قلمرو سره مخامخ یو، داسې یوه خلا چې له نیژدې یوې پیړۍ څخه یې په قضايي سیستم کې سابقه نه درلوده. د (پارلمان) غړي چې نن یو بل ته مبارکي ورکوي، باید ځانونه دهغې ورځې له پاره آماده کړي چې دوی به په خپله له هغو محکمو څخه عدالت وغواړي چې دوی له منځه وړي او د حکومت تر کنټرول لاندې یې راوستلي دي."
د اساسي قانون وکیل میرزا معز بیگ، وايي چې دغه تعدیل "د یوې خپلواکې قضايی دستگاه د مرگ زنگ" وږغاوه، ځکه چې لومړي وزیر او ولسمشر ته د نوي فدرالي اساسي قانون د محکمې د مشر قاضي او نورو قاضیانو د ټاکلو واک ورکوي، چې د حکومت د زیاده رویو د مخنیوي له پاره د قضایه قوې وړتیا کمزورې کوي.
پوځ له ډېر وخته راهیسې د پاکستان په سیاست کې پراخ نفوذ لري، خو دغه اصلاحات هغوی ته لازیات قانوني ملاتړ ورکوي چې بیرته راگرځول به يې ستونزمن وي.