1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د پاکستان پارلمان منحل شو

۱۴۰۲ مرداد ۱۹, پنجشنبه

د پاکستان پارلمان د صدراعظم شهباز شریف په سپارښتنه د دغه هېواد د ولسمشر له خوا د چهارشنبې په شپه ناوخته منحل اعلان شو. د ولسمشرۍ دفتر د دغه مطلب په څرګندولو ويلي چې دغه اقدام راتلونکو نوو عمومي انتخاباتو ته لار هواروي.

Pakistan Islamabad Fahrzeug von PM Shehbaz Sharif vor Parlament
انځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

د پارلمان د منحلېدو سپارښتنه د پارلمان د پنځه کلنې دورې تر پای ته رسېدو څخه درې ورځې مخکې په داسې حال کې شوې چې پاکستان له اقتصادي او سیاسي بحرانونو سره مخ دی. د پاکستان د پارلمان دوره د اګست په ۱۲مه پای ته رسېدونکې وه. له بلې خوا د پاکستان د پالمان د منحلېدو اعلان داسې وخت هم شوی چې پخوانی صدراعظم عمران خان او مخکښ سیاستوال، تازه د محکمې له خوا پر بند محکوم شوی دی.

تر دې وروسته به چاري د شهباز شریف او د اپوزيسیون د رهبر له خوا یوه موقته اداره رامنځ ته کیږي چې هغه به بیا د ۹۰ ورځو په جریان کې نوو پارلماني انتخاباتو ته لار هواروي. شریف ويلي چې د موقت صدراعظم د ټاکلو له پاره د اپوزيسیون له رهبر سره وګوري.

ورته نور ولولئ:عمران خان بیا ونيول شو

شريف تېره ورځ د پاکستان ولسمشر، عارف علوي، ته تر سپارښتنې مخکې پارلمان ته ویلي وو: «زه به نن شپه ولسمشر ته د پارلمان د منحل کېدو سپارښتنه وکړم.» شهباز شریف زياته کړه چې هغه به د پنحشنبې په ورځ د اپوزیسیون له رهبر سره وګوري تر څو ورسره د یو موقت صدراعظم د ټاکلو په موخه د دواړو خواو له لوري پر معرفي شوو نوماندانو بحث وکړي.

د پاکستان پارلمان د صدراعظم نواز شریف په سپارښتنه د چهارشنبې په شپه ناوخته د اګست ۹مه د پاکستان د ولسمشر لخوا منحل اعلان شوانځور: Raja I. Bahader/Pacific Press/IMAGO

د پاکستان د انتخاباتو کميسیون د نوې سرشمېرنې پر اساس په ټول هېواد کې په سلونو نوې انتخاباتې حوزې جوړوي چې د رويټرز د رپوټ پر اساس، دې سره به د انتخاباتو ترسره کېدل د میاشتو له پاره وځنډيږي.

ورته نور ولولئ: د پاکستان نفوس ۲۵۰ ميليونو ته ورسېد

د چارو شنونکي وايي چې په انتخاباتو کې هر ډول ځنډ راتلل به پر اتومي وسلو سمبال په دغه هېواد کې د ولسي غوصې د راپارېدو او نه ډاډمنتيا رامنځ ته کېدو سبب واقع شي. 

د پاکستان مخکني عمومي انتخابات د ۲۰۱۸م کال په جولای کې وشول چې ګټونکی يې د پاکستان د پخواني کريکټر، عمران خان ګوند شو. خان چې تر کريکټ وروسته ېې سیاست ته مخه کړې وه، د ټاکنو تر ګټلو څو ورځې وروسته ېې د لومړي ځل له پاره د پاکستان د صدراعظم په توګه د تحلیف مراسم ادا کړل. 

عمران خان د تېرکال په اپریل کې د پارلمان د عدم اعتماد رایې په نتيجه کې له واکه لرې او شهباز شریف ېې ځای ناستی شو. خان خپل ګوښه کيدل توطیه ګڼله او په کراتو ېې د دغه اقدام پر وړاندې ستر اعتراضونه وکړل. هغه د نوو انتخاباتو په ترسره کولو ټينګار کاوه، خو د شریف حکومت نه یوازې د هغه غوښتنو ته غوږ کېنښود، بلکې پرې ېې د خپلې صدراعظمۍ په دوره کې د مختلفو کېسونو تورونه ولګول. خان بلاخره په وروستيو ورځو کې د محکمې د یو حکم پر اساس ونیول شو او ورباندې درې کاله حبس ختلی دی.

ورته نور ولولئ:د عمران خان د غوښتنې سربېره د هغه پلويانو مظاهرې نه دي کړي

د پاکستان په هکله زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب