1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د پاکستان پخوانی لومړی وزير عمران خان ونیول شو»

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۹, سه‌شنبه

د رویټرز خبري آژانس د جیو تلویزون له قوله ویلي دي چې عمران خان د اسلام آباد يوې محکمې ته ورتگ وروسته د فساد په یوه قضیه کې نیول شوی دی.

Pakistan Ex-Premierminister Imran Khan
انځور: Imran Khan/Twitter/REUTERS

یوه عیني شاهد یاد خبري آژانس ته ویلي کله چې عمران خان په اسلام آباد کې محکمې ته ننوت، رینجرز او زغروال موټر هم محکمې ته داخل شول.

د عیني شاهدانو په خبره د محکمې د دروازې مخه په زغروالو موټرو بنده شوې وه او تر دې لږ وروسته تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې عمران خان بل ځای ته ولیږدول شو. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب