1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خیبر پښتونخوا کې بريدونو لږترلږه ۱۴ کسان وژلي

گل غوټۍ پوپل | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۴ بهمن ۲۸, سه‌شنبه

د پاکستان پوځ په باجوړ کې د امنيتي ځواک پر غړيو بريد تائيد کړی دی او ويلي یې دي چې په دې بريد کې د يوه ماشوم په ګډون د امنیتي ځواک لږ تر لږه ۱۱ پرسونل وژل شوي دي.

د پاکستان په بنو کې په ۲۰۱۸ کال کې د یوه ځانمرگیي برید انځور
د امنیتي کړۍ په حواله په خیبر پښتونخوا کې د دوو بمي بریدونو او ډزو د یوې پیښې په نتیجه کې لږترلږه ۱۴ کسان وژل سوي دي.انځور: Abdul Haseeb/AP/picture alliance

د پاکستاني چارواکو یوه استازي لومړی د فرانسې خبري آژانس ته ويلي ول چې د دوشنبې په ورځ د باجوړ ولسوالۍ په مامندو سيمه کې په چاودیدونکو بار یوې نقلیې وسیلې په مرسته د یوه شکمن ځانمرگي برید له امله د امنیتي ځواکونو لږترلږه اته سرتیري او یو ماشوم وژل سوي دي.

نن، سه شنبې د پاکستان پوځ هم دغه بريد تائيد کړ او ویې ویل چې په دې بريد کې د يوه ماشوم په ګډون د امنیتي ځواک لږ تر لږه ۱۱ پرسونل وژل شوي دي.
زياته شوې ده چې په دې پېښه کې نور اوه کسان ټپيان شوي دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.  

د پاکستاني چارواکو د معلوماتو له مخې د بنو په ښار کې هم په یوې ریکشاه کې د ځای پر ځای سوي بم د چاودنې له امله یوه بل برید کې لږترلږه دوه ملکي کسان وژل سوي او نور ۱۷ تنه زخمیان سوي دي.

د چارواکو استازي څرگنده کړې ده چې ددغو بریدونو په نتیجه کې په مجموعي ډول ۲۷ تنه زخمیان سوي دي، چې د وژل سوو کسانو شمیر ښايي نور هم لوړ سي. ددغو بریدونو له امله د ډیریو کورونو چتونه هم رالویدلي دي.  

په پاکستان کې د تاوتريخوالي ډېرېدل او پر افغانستان یې اغیزې

29:42

This browser does not support the video element.

له افغانستان سره د پاکستان په سرحدي سیمه بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې په تکرار سره د وسله والو ملیشو او پاڅوان کوونکو له خوا مرگونی تاوتریخوالی رامنځته کیږي. په افغانستان کې د ۲۰۲۱ م کال په اگست کې واک ته د طالبانو د رسیدو راهیسې د دواړو گاونډیو هیوادونو ترمنځ په وار وار سره نښتې هم رامنځته سوي دي. پاکستان له ډیره وخته راهیسې افغانستان په دې تورنوي چې ملیشو ته له دې کبله پناه ورکوي چې په پاکستان کې بریدونه ترسره کړي. په کابل کې د طالبانو حکومت دا ډول تورونه ردوي 

د فبرورۍ په میاشت کې په پلازمینه اسلام آباد کې د شیعه گانو پر یوه مسجد د یوه بمي برید په نتیجه کې ۳۱ انسانان ووژل او نور ۱۶۹ تنه زخمیان سول.  د اسلامي دولت یا داعش جهادي ملیشو ددغه برید مسؤلیت پر غاړه واخیست.

اړونده موضوع: بلوچ بیلتون غوښتونکو بلوچستان کې ګڼ همغږي شوي بریدونه کړي

په سوات کې چینایان په نښه سوي

په یوه بله پیښه کې د سوات په  شانګلا سیمه کې د پلټنو د عملیاتو په ترڅ کې د پولیسو درې پرسونل او درې وسله وال ووژل سول.

د خیبر پښتونخوا پولیسو هم په یوې اعلامیې کې چې د دوشنبې په ورځ خپره سوه وویل چې په دغه نښتو کې درې هغه وسله وال وژل سوي دي چې «چینايی اتباع یې په نښه کول.»

پیکنگ په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې ملیارډونه ډالر پانګونه کړې، خو د چین په ملاتړ پروژو د ځينو خلکو غوسه راپارولې او ډېری وخت ددغه هیواد پر  اتباعو بریدونه سوي دي.

اړونده موضوع: چين او پاکستان: طالبان دې د ترهګرو ډلو پر وړاندې ګامونه پورته کړي

د تېر کال په مارچ میاشت کې، پنځه چینایي اتباع چې یو لوی بند یې جوړاوه، د خپل موټر چلوونکي سره یوځای هغه وخت ووژل سول کله چې یوه ځانمرګي بریدګر د دوی موټر په نښه کړ، چې له امله یې د چینایي اتباعو موټر د قراقرم لویې لارې په ژوره کنده کې وغورځېد.

پیکنگ د اسلام آباد تر ټولو نږدې سیمه ییز متحد دی او پاکستان ته مالي مرستې برابروي.

پیکنگ د چین- پاکستان په اقتصادي دهلیز (CPEC) کې لسګونه ملیارد ډالر  په لویو پروژ، لکه ترانسپورت انرژۍ او هغو زیربناوو له پاره لگولي دي چې د چین د بین المللي کمربند او سړک د نوښت برخه ده.

اړونده موضوع: چین افغانستان او پاکستان سره د درې اړخيزه امنيتي همکاريو پر تقويې ټینګار کړی

د پولیسو په بیان کې راغلي دي: "د ورېښمو لارې ته د سیمې د نږدېوالي له امله، (وسله وال) د چین د ستراتیژيکو سړکونو او پراختیایي پروژو له پاره دوامداره ګواښ رامنځته کړی دی."

همدا راز زياته سوې چې دې موضوع په پام کې نیولو سره، د ترهګرۍ ضد څانګې او سیمه ایزو پولیسو نن تر یوې همغږې ستراتیژۍ لاندې ګډ عملیات پیل کړل.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب