1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان په لاهور ښار کې د هوا د ککړتیا نوی ریکارډ

۱۴۰۳ آبان ۱۲, شنبه

د پاکستان دویم لوی ښار لاهور کې د هوا ککړتیا نوي ریکارډ ته رسېدلې ده. د چاپيريال ساتنې ځايي ادارې د ښار په ځينو برخو کې نوي محدوديتونه وضع کړي دي.

د پاکستان په لاهور ښار کې د هوا د ککړتیا نوی ریکارډ
د پاکستان په لاهور ښار کې د هوا د ککړتیا نوی ریکارډانځور: Arif Ali/AFP/Getty Images

د رسمي شمېرو له مخې، د شنبې په سهار ددغه ښار  په هوا کې د ذراتو اندازه په هر متر مکعب کې ۱۰۶۷ مایکرو ګرامه ته رسیدلې وه او وروسته بیا شاوخوا ۳۰۰ مایکرو ګرامو ته راټیټه شوه.

د پاکستان د چاپېریال ساتنې مسئول، جهانګیر انور، د فرانسې خبري اژانس ته ویلې "موږ تر اوسه پورې له ۱۰۰۰ (مایکروګرام) څخه لوړه کچه نه ده لرلې." د هغه په ​​وينا، د هوا د ککړتيا کچه به تر راتلونکو درېيو څلورو ورځو پورې همدا ډول لوړه پاتې شي.

د روغتیا نړیوال سازمان له لس مایکرو ګرامو څخه ډیر د سرطان ناروغۍ د زیاتېدو گواښ پېښوونکي يادوي چې د "پي ام ۲،۵ ککړونکو" په نوم پیژندل کیږي ، کوم چې کولی شي د سږو له لارې وینې ته ننوځي او همدا راز یوازي په هر متر مکعب کې ۱۵ مایکرو ګرامه اعظمي حد یاد شوی دی.

له څو ورځو راهیسې د لاهور ښار فضا د دوړې او لوګي پوښلې ده چې د موټرو او کرنيزو وسایطو د ټیټ کیفیت ډیزلي لوګي له امله رامینځته شوي او همدا ډول د ژمي د رارسیدلو سره د هوا د ککړتیا یو بل مهم لامل هم د بې کیفیته سونګ توکو کارول دي.

لاهور؛ د ترخو خوړو او مسالو ښار

01:47

This browser does not support the video element.

د چهارشنبه په ورځ، د چاپیریال ساتنې ځایی څانګې د لاهور ښار د ځینو برخو لپاره نوي محدودیتونه په هغو سیمو کې اعلان کړل، چیرې چې د هوا ککړتیا ډیره ده. په دې ځایونو کې د ریکشا چلول او هغه رستورانتونه چې پرته له هوا کښ څخه کباب پخوي تګ او راتګ منع شو.

د دوشنبې په ورځ به د دولتي ادارو او خصوصي شرکتونو نیمایي کارکوونکي له کوره کار وکړي. د ودانیزو چارو کار هم د اوس لپاره ځنډول شوی او د خوراکي توکو پلورنځي چې ډیری وختونه په اور کې پخیږي باید د ماښام په اته بجو وتړل شي.

دوړې او لوګي په ځانګړې توګه په ژمي کې زیات وي. د سړې هوا او د کثافاتو د اغیزو له امله، د شنو خونو ګازونه چې د ټیټ کیفیت لرونکي سونګ له امله رامینځته کیږي د ځمکې سطحې ته نږدې په هوا کې پاتې کیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب