1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهپاکستان

د پاکستان په لاهور ښار کې غلو یو المانی سیلانی لوټلی دی

۱۴۰۳ مرداد ۱۴, یکشنبه

د پاکستان پولیس وایي چې په لاهور ښار کې د یوه الماني سیلاني د پيسو او وسایلو له غلا کیدو وروسته یې د غلو د نیولو هڅې پیل کړي دي.

Pakistan nationale Wahlen 2024 - Lahore
په دې وروستیو میاشتو کې په لاهور کې د جرایمو کچه په کې ډیره لوړه شوې ده. انځور: Tanvir Shahzad/DW

د لاهور د پولیسو ویاند اغا احتشام د شنبې (د اګست میاشتې ۳ نیټه) په ورځ د فرانسې خبري آژانس (dpa) ته وویل: «په دغه قضیه کې د ښکیلو دوو ډاکوانو(غلو) د نیولو له پاره مو د لټون عملیات پیل کړي دي.»

نوموړي ویاند زیاته کړه چې دغه المانی بایسیکل چلوونکی سیلاني محفوظ دی او خیال یې ساتل کیږي.

تر اوسه پورې معلومه نه ده چې آیا دغه الماني بایسیکل چلوونکي سیلاني غوښتل چې د لاهور له سرحد څخه په تیریدو ځان هندوستان ته ورسوي او که کوم بل پلان یې درلود.

دغه پيښه د جمعې شپې په نیمایي کې هغه وخت رامنځته شوې ده چې دغه ۲۷ کلن المانی په یوه عامه پارک کې د سړک پر غاړه خپلې درول شوې خیمې کې ویده وو.

پولیسو ویلي دي چې لږ تر لږه دوو ډاکوانو د دې سیلاني یو ګرځنده تلیفون، هډ فون، کمره او ۵۰۰۰ پاکستاني روپۍ غلا کړي دي.

په هغو انځورونو کې چې د سیمه ایزو رسنیو له خوا خپاره شوي دي، دغه سړی پریشانه معلومیږي او ګمان کیږي چې د غلا کیدو پر مهال وهل او ټکول شوی هم دی.

پولیسو ویلي دي چې د مجرمینو د پيدا کولو په عملیاتو کې لږ تر لږه دوه ټیمونه برخه لري او دوی تمه لري چې زر به دغه مجرمین ونیول شي.

لاهور چې په پاکستان کې تر ټولو دویم لوی ښار دی، په دې وروستیو میاشتو کې د جرایمو کچه په کې ډیره لوړه شوې ده. د هغو شمیرو له مخې چې د «ډان نیوز» انټرنټ پاڼې خپره کړې ده په دغه ښار کې هره ورځ په اوسط ډول له ۲۰۰ کسانو څخه غلاوې کیږي.

کارپوهان د تحقیقاتو په بهیر کې فساد، د پولیسو ناغیړي، قضایي تعقیب کې ځنډ او د محکومیت د کچې ټیټوالی په دغه ښار کې د جرمونو د کچې د لوړیدو عوامل بولي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل