ناورينآسیا
د پاکستان په يوه فابريکه کې چاودنه؛ ۱۵ کسان مړه سوي دي
۱۴۰۴ آبان ۳۰, جمعه
اعلان
يوه ځايي چارواکي راجا جهانګير ويلي دي، چي دغه چاودنه د جمعې په ورځ د پنجاب ايالت د فيصل آباد ښار په يوه صنعتي فابريکه کي سوې ده. هغه زیاته کړې ده چي د چاودني د لامل په اړه څېړنه روانه ده.
جهانګير وويل، چي چاودني د فابريکې ودانۍ ته سخت زيان ورساوه او په سيمه کي يې سخته ويره خپره کړه. هغه زياته کړه چي له چاودني لږ وروسته فابريکې هم اور واخيست.
پهپاکستان کي په صنعتي مرکزونو او فابريکو کي د اور لګېدو يو عام لامل په دغه هيواد کي د خونديتوب کمزوري معيارونه دي.
په ۲۰۱۴م کال کي په فيصل آباد کي د ټوکر جوړولو په يوه فابريکه کي د بويلر په ورته چاودنه کي په لسونو کارګران ټپيان سول. همدارنګه تيره اونۍ په کراچۍ ښار کي د اورلوبو په يوه فابريکه کي چاودني د څلورو کسانو ژوند واخیست.