1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان په يوه کوچني ښارګوټي کې د ډېرو ښځو د وژنو پېښې

۱۴۰۰ اسفند ۹, دوشنبه

د بلوچستان په يوه کوچني ښارګوټي کې په تېرو دوو اوونيو کې يو شمير انسانان د خپلو کورنيو له خوا وژل شوي دي. دغه کسان چې زياتره یې ښځې دي، د کورنۍ د عزت د ساتنې په پلمه وژل شوي دي چې په ټول هيواد کې یې د خطر زنګ غږولی دی.

Symbolbild Ehrenmorde Gewalt gegen Frauen
انځور: picture-alliance/dpa

د بلوچستان د پوليسو يوه چارواکي سنهرا خان د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چې د په اصطلاح «ناموسي وژنو» يوه تازه لړۍ د دغه ايالت د ډيره مراد جمالي ښارګوټي کې رامنځته شوې ده.

دغه چارواکي ويلي دي چې د دوشنبې په ورځ د يوې  ۱۸ کلنې واده شوې مېرمني وژنه د دغه لړۍ تازه پېښه ده. زياته شوې چې دغه ښځه احتمالاً د خپلې خسرګنۍ له خوا له کوم نارینه سره د اړيکو درلودو په شک وژل شوې ده.

خان وويل چې پوليسو شکمن عامل نيولی دی او هغه پر خپل جرم اعتراف هم کړی دی. شکمن تن ويلي چې دغه ښځه او د هغې شکمن عاشق یې د کورنۍ د عزت د ساتنې په موخه وژلي دي.

ډېره مراد جمالي د بلوچستان ايالت يو وروسته پاتې کوچنی ښارګوتي دی چې له کلونو راهيسې د ښځو د وژنې له کبله بد نوم لري. خو د پوليسو د يوه بل چارواکي احمد علي په خبره په دې وروستيو کې د وژنو د قضيو ډېروالی پوليس او هم عادي خلک حیران کړي دي.

د ښځو د حقونو يوې مدني ټولنې «عورت فاونډيشن» د مشر عطاء الله خلجي په حواله په تېر يوه کال کې په بلوچستان کې په ټولیزه توګه د ښځو د وژنې د ۴۹ قضيو څخه یې لږ تر لږه ۲۷ په دې کوچني ښار کې رامنځته شوي دي.

خلجي د قتلونو دا نامتناسب شمير د بلوچستان په قبايلي ټولنه، د تحقيقاتو او پلټنو په کمښت او ناوړه عدلي سيسټم پورې منسوب کړ. د پاکستان د بشري حقونو کمېسيون په حواله په دغه هيواد کې هر کال کابو زر تنه ښځې او نجونې د خپلو کورنيو له خوا وژل کيږي.

ب. ص/ ن. ز (DPA)

زموږ له آرشيف څخه:

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب