1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان پولیسو د عمران خان د نيولو هڅې کړي

۱۴۰۱ اسفند ۱۴, یکشنبه

د پاکستان پولیس وايي چط د يکشنبې په ورځ يې د مخکني صدراعظم عمران خان د نيولو هڅې وکړې. د پولیسو له رسیدو سره سم د خان له کوره د هغه په سلونو پلویان راچاپیر شوي ول او پولیس نه دي توانيدلي چې خان ونیسي.

د آرشیف انځور - د پاکستان پخوانی صدراعظم عمرن خان د ۲۰۲۲م کال د سپتمبر په لومړۍ په اسلام آباد کې
د آرشیف انځور - د پاکستان پخوانی صدراعظم عمرن خان د ۲۰۲۲م کال د سپتمبر په لومړۍ په اسلام آباد کې انځور: Aamir Qureshi/AFP

دا په داسې حال کې ده چې خان دا وخت څو حقوقي دعواو سره مخ دی او له وخت څخه مخکې انتخاباتو پر ترسره کولو ټينګار کوي.

د فرانس پریس خبري آژانس د رپوټ پر اساس، له پلازمېنې اسلام آباد څخه لاهور ته تللي چارواکي د عمران خان کور ته چې د لاهور ښار په ختيځ کې پروت دی، ورسیدل. سرچينه زياتوي چې د خان له کوره د هغه په سلونو پلویان راچاپیر شوي ول او چارواکي ونه توانیدل چې هغه ونیسي.  

د اسلام آباد پولیسو پر ټويټر ليکلي: «د اسلام آباد د پولیسو يو ټيم د عمران خان د نيولو له پاره لاهور ته ورسيد تر څو ېې د محکمې حکم پر ځای کړی وي.»

زیاته شوې چې «عمران خان د ځان سپارلو ته تمایل نه درلود... د پولیسو مشر کوټې ته داخل شو خو خان هلته نه وو.»

ورته مطلب:د پاکستان د کورنیو چارو پخوانې وزیر په څه جرم نیول شوی؟

محکمې د عمران خان د نيولو حکم وروسته له هغې صادر کړ، چې خان د فبرورۍ په ۲۸مه ورباندې د فساد د لګيدلو تورونو په ارتباط محکمې ته حاضر نه شو.

پر هغه تور دی چې د خپل حکومت پر وخت ېې په خپل دفتر کې د ترلاسه شوو ډالیو یا د هغو له خرڅلاو څخه د ترلاسه شوو ګټو په اړه معلومات نه دي ورکړي. د قانون له مخې حکومتي چارواکي باید د ټولو ترلاسه شوو ډالیو حساب و کتاب ورکړي، خو تر څنګ د دې اجازه هم لري چې له یو ټاکل شوي ارزښت څخه ټېټې ډالې له ځان سره وساتي.

خان وروسته په خپل کور کې د خپل ګوند غړو سره خبرې وکړې، په داسې حال کې چې پولیس لا هم بهر موجود ول. خان وويل: «زه د جعلي کیسونو له پاره احضار کېږم او خلک باید په دې اړه پوه وي.»

ورته مطلب:محکمې عمران خان د رسمي سوغاتونو قضيه کې په فساد تورن کړی

عمران خان زیاته کړه: «دا به د هیواد له پاره یو بد شګون ولري، که چېرته ولس د مفسدو حاکمانو پر ضد ونه دریږي.»

د عمران خان د تحریک انصاف پاکستان د ګوند مرستیال مشر، شاه محمود قریشي، تر دې مخکې په لاهور کې خبریالانو ته ويلي وو: «موږ د اسلام آباد پولیسو له خوا خبرتیا ترلاسه کړې ده... په خبرتیا کې د نیولو کوم امر شامل نه وو.» قریشي وويل: «موږ به له خپلو وکیلانو سره سلا مشورې کوو او قانوني پروسه به تعقیبوو.»

عمران خان د تېرکال په اپریل کې د پارلمان له خوا سلب صلاحیت یا د عدم اعتماد په راېې له واکه لرې شو. هغه په دې کار کې د امریکا متحده ایالات پر لاس لرلو تورنوي او د اوسني صدراعظم شهباز شریف حکومت ته د «وارداتي» حکومت نوم ورکوي. عمران خان له هغه وخت راهېسې له وخت څخه د مخه رڼو انتخاباتو پر ترسره کولو ټينګار کوي او دې له پاره ېې څو ځله لوی مارشونه هم کړي دي. په یوه مارش کې پر خان وسلواله حمله هم وشوه چې هغه په کې په پښه ټپي شو.

ورته مطلب:عمران خان د بلوا له ویرې احتجاجي مارش لغوه اعلان کړی

پاکستان دا وخت تر څنګ د دې چې په دننه کې له سیاسي اختلافاتو سره مخ دی، له اقتصادي بحران او امنيتي ستونزو سره هم لاس او ګریوان دی.

 (AFP)mks/aa/

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب