1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان پوځ به په دې هېواد کې له سیاسي کړکېچ سره څه وکړي؟

۱۴۰۱ خرداد ۱, یکشنبه

د پاکستان د پارلمان له خوا د لومړي وزیر پر وړاندې د نه باور رایې سیاسي کړکېچ په دغه هیواد کې ډیر شوی او اقتصادي وضعیت یې لا پسې خراب کړی دی. شته بحرانونو ته په کتو، د پوځي مداخلې امکان څومره جدي دی؟

Pakistan Premierminister Imran Khan
انځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

د پاکستان پارلمان شاوخوا څلوېښت ورځې وړاندې د نه باور رايې په ترڅ کې صدراعظم له واکه لرې کړ.

عمران خان له هغه وخت راهیسې د خپلو سیاسي سیالانو پر ضد مبارزه ګړندۍ کړې او په ښکاره ډول یې د پوځ جنرالان د خپلو مخالفینو په ملاتړ تورن کړي دي.

په اسلام اباد کې د دويچه ويلې انګریزي څانګې خبریال هارون جانجوا د می په ۲۰ مه په يو راپور کې د پاکستان سياسي وضعيت او د پوځ د حالاتو ارزونه خپره کړه.

د پاکستان پوځي قوماندانان په بنسټیز ډول د عمران خان د مخالفینو ملاتړ ردوي.

 لرې کړل شوي لومړي وزیر په بیلابیلو ښارونو کې د غونډو په جوړولو د ژر تر ژره پارلماني ټاکنو ترسره کیدوغوښتنه کړې ده.

عمران خان یو پاپولیست يا عوام پال سیاستوال دی چې پر متحده ایالاتو یې نیوکه کوله خو  چین او روسیې سره یې نیږدې اړیکې درلودې. دغه مسئله له ۲۰۱۸ میلادي کال راپدیخوا د نومړي تر لرې کیدو ډیره محسوس کیده.

د امریکا پر ضد شعارونو ته د عمران خان تمه

په اسلام اباد کې د دویچه ویلې د خبریال په وینا، عمران خان فکر کاوه، د دې په ویلو چې په لرې کیدو کې امریکا لاسوهنه کړې، به یې محبوبیت ډیر کړي او دی به وشي کړای چې ژر ترسره کیدونکې پارلماني ټاکنې وګټي.

د پاکستان پارلمان د رایو په اکثریت د عمران خان له ګوښه کیدو وروسته د پاکستان د مسلم لیګ ګوند مشر شهباز شریف د لومړي وزیر په توګه وټاکه.

شریف په داسې حال کې واک ته رسېدلی چې د پاکستان اقتصادي وضعیت په خرابېدو، انفلاسیون په لوړېدو دی او د پاکستان ملي پیسې (روپۍ) د بهرنیو اسعارو پر وړاندې په ټیټېدو دي.

نوی حکومت د اقتصادي کړکېچونو پړه پر پخوانی لومړی وزیر اچوي، خو عمران خان په دې بریالی شو چې په ښکاره له اقتصادي بحران څخه د عامه افکارو د اړولو لپاره د غرب ضد او امریکا ضد شعارونو په ورکولو سره له دغه زاړه او اغېزناک تاکتیک څخه ګټه واخلي.

په سیاست کې له مستقیمې مداخلې د پوځ ډډه

د پاکستان پوځ چې په دودیز ډول د پاکستان په سیاست کې لوی ځواک لري، په وار وار یې ټینګار کړی چې پوځ باید په سیاسي چارو کې لاسوهنې ته اړ نه شي.

یوه پاکستاني امنیتي چارواکي په اسلام اباد کې دویچه ویله ته وویل چې د پاکستان پوځ تل د واکمن حکومت پلوی دی او له همدې امله یې د خان د حکومت  هم ملاتړ کاوه، خو نه غواړي چې په سیاسي سیالیو کې ښکیل شي.

شهباز شریف او متحدینو یې په وار وار له واکه لیرې شوي لومړي وزیر ته خبرداری ورکړی چې پر پوځ فشار را نه وړي چې په سیاسي چارو کې لاسوهنه وکړي.

عمران خان: امريکا بې بريده پاکستان خپل «غلام» کړ

د پاکستان نوی حکومت وايي چې غواړي اقتصادي وضعیت ښه کړي او د روان کال په وروستیو کې له احتمالي پارلماني ټاکنو مخکې د ټاکنو اوسنی قانون تعدیل کړي.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د مسلم لیګ ګوند یو لوړپوړی غړی شاهد خاقان عباسي دویچه ویلې ته وویل: «خان یو ناکام سیاستوال دی چې د اساسی قانون له مخې له واکه لرې شوی، خو هغه د لومړی وزیر په توګه د خپلې کمزورې کارکردګۍ د پټولو لپاره ناسم داستانونه خپروي.»

د پوځ اندېښنې او شکونه

په واشنګټن ډي سي کې د ووډرو ویلسن په څیړنیز مرکز کې د جنوبي اسیا کارپوه مایکل کوګلمن په دې باور دی چې د پاکستان پوځ په هیواد کې د روان کړکیچ په اړه شکمن او محتاط دی.

نوموړی وايي چې پوځ د داخلي ثبات په اړه یو مرکزي تمایل لري، په دې معنی چې د سیاسي ناکراریو خپرول به خورا ستونزمن وي، په ځانګړې توګه هغه وخت چې دا خطر وي چې تاوتریخوالي رامنځ ته کیږي.

د کوګلمن په وینا، په پاکستان کې د نن سبا کړکېچن سیاسي وضیعت د تاوتریخوالي د زیاتیدو احتمال نه شي ردیدای.

پاکستان له ایران، افغانستان، چین او هند سره ګډه پوله لري؛ له هند سره یې اړیکې له ډېرې مودې راهیسې خړې دي، له ایران او افغانستان سره یې د پولو پر لویه برخه حاکم دی او د پولو امنیتي وضعیت یې د پوځ د جنرالانو لپاره د اندېښنې وړ دی.

انځور: K.M. Chaudary/AP Photo/picture alliance

په وروستیو میاشتو کې د افغانستان پولې ته څېرمه د وسله والو بریدونو او د پاکستان په بلوچستان کې د بېلتون غوښتونکو فعالیت په پراخه کچه زیات شوی دی.

یوه پاکستاني امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط دویچه ویله ته وویل، د پاکستان پوځ په داسې حال کې چې غیر سیاسي دی، د دغه هېواد د اقتصادي بحران په اړه چې مستقیماً له امنیت سره تړاو لري، اندېښمن دی.

کارپوهان په دې باور دي چې عمران خان د اوسني وضعیت له حساسیت څخه خبر دی، خو څرګنده نه ده چې د سیاسي اور د کمولو لپاره به څه وکړي.

منتقدين د عمران خان پر ضد دين ته د سپکاوي له قضیې څخه خبرداری ورکوي

کوګلمن وايي که خان پر پوځ نیوکې او کنایې بندې کړي، نو دا به له پوځ سره د اړیکو په بیارغولو کې مرسته وکړي.

آیا پوځي مداخله یوه لاره ده؟

د پخواني لومړي وزیر ډیری پلویان پوځي واکمني د شهباز شریف له واکمنۍ غوره ګڼي  ځکه هغه په ​​فساد او رشوت تورنوي.

دوی په دې باور دي چې د ژر پارلماني ټاکنو ترسره کیدل به د عمران خان د بیا ټاکل کېدو چانس کم کړي.

 په عین حال کې، یوه پاکستاني امنیتي چارواکي دویچه ویله ته وویل چې په اوسني وضعیت کې مستقیمه پوځي مداخله "په بشپړه توګه" رد شوې ده.

ځینې ​​شنونکي بیا په دې باور دي که اقتصادي بحران له کنټروله هم ووځي د پوځ جنرالان به مداخلې ته زړه ښه نه کړي.

کوګلمن دا هم وايي چې هغه له اردو څخه تمه نه لري چې په اوسني وضعیت کې مستقیمه مداخله وکړي ځکه چې دوی نه غواړي د دولت په مسئولیتونو کې ځان شریک کړي.

په ورته وخت کې، نوموړي یادونه وکړه که سیاسي ناکرارۍ دوامداره شي سیاسي تاوتریخوالي ته به لاره هواره کړي او هیڅوک به په بشپړه توګه د پوځي کودتا احتمال رد نه کړي.

یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې د پاکستان تاریخ ته په کتو، تل د مستقیمې پوځي مداخلې امکان شته، خو په اوسني وضعیت کې اوس هم وضعیت تر کنټرول لاندې ښکاري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل