1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د پاکستان پوځ: درې پاکستاني سرتيري او دوه یاغیان وژل شوي

۱۴۰۱ دی ۹, جمعه

د پاکستان پوځ وايي درې سرتيري ېې وروسته له هغې ووژل شول چې افغانستان پولې ته نژدې ېې د وسلوالو یاغیانو پر یو پخواني پټنځای چاپه ووهله. د پوځ په خبره د پنجشنبې ورځې په دغه چاپه کې دوه وسلوال ياغیان هم وژل شوي دي.

د آرشیف انځور - د پاکستان پوځ
د آرشیف انځور - د پاکستان پوځانځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

د پاکستان پوځ په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې دغه وسلواله نښته د خیبر پښتونخواه ایالت په کُرمه علاقه کې رامنځ ته شوې ده.

پوځ د پېښې په اړه اضافي جزئيات نه دي خپاره کړي، یوازې دومره ېې ويلي چې وژل شوي «تروریستان» په سیمه کې پر امنيتي ځواکونو باندې حملو کې ښکیل ول.

په ژوب کې نښته شوې؛ يو پاکستاني عسکر او یو وسلوال وژل شوي

د پاکستان پوځ اغلباً د وسلوالو اورپکو پر ضد د ټول هیواد په سطحه دا ډول چاپې ترسره کوي. د پنجشنبې ورځې چاپه د پاکستان حکومت تر هغه اعلان دوه ورځې وروسته تر سره کيږي چې وې ويل په اسلام آباد کې د تېرې جمعې د موټربم چاودنې عامل له کُرمې څخه وو.

اسلام آباد: د ځانمرګي برید په ارتباط ۵ شکمن کسان نیول شوي

د اسوشتید پریس د رپوټ پر اساس، روښانه نه ده چې د پاکستان پوځ د پنجشنبې ورځې په کرمه کې چاپه په څه دلیل وهلې ده، خو په دغه سېمه کې پاکستاني طالبان حضور لري.

پاکستاني طالبان یا تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د افغان طالبانو څخه جلا ډله ده. دغې ډلې په وروستیو کې د پاکستان حکومت سره د اوربند د پای اعلان وکړ چې تر هغه وروسته ېې خپل بریدونه ډیر کړي دي.

په خيبر پښتونخوا کې د ترهګريزو پيښو لامل سياسي بې ثباتي ده؟

mks/akh(AP)

له آرشیف (16.07.2021) څخه یو انځوریز البوم.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب