1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمپاکستان

د پاکستان پوځ: درې پاکستاني عسکر او یو وسلوال وژل شوي

۱۴۰۲ شهریور ۱۱, شنبه

د پاکستان په شمال لويديځ کې دتندلارو په ضد د تيرې شپې په پوځي عملياتو کې دوه پوځيان او يو اورپکی وژل شوي دي. د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې ډزې د پوځي عملیاتو پرمهال شوي چې پکې د عملیاتو مشر هم وژل شوی دی.

Pakistan | Anschlag auf Polizeifahrzeug
انځور: Mohammad Aslam/AFP/Getty Images

د جمعې په ورځ ناوخته د پاکستان پوځ په یوه بیان کې ویلي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې د وسله والو د موجودیت په هکله د استخباراتي راپورونو له ترلاسه کولو وروسته د دوی پر ضد عملیات پیل کړل.  په خبرپاڼه کې ویل شوي، کله چې پوځیان سیمې ته ورسیدل، دوی د وسله والو یوه ډله ولیده چې بیا وروستو د دواړو لوریو ترمنځ سختې ډزې پیل شوې. پوځ په اعلامیه کې زیاته کړې چې د ډزو په نتیجه کې د عملیاتو مشر او یو بل سرتیری وژل شوي دي. خبرپاڼه زیاتوي چې په دې نښته کې یو وسلوال کس وژل شوی او يو بل ټپي شوی دی.

پاکستاني طالبانو هم په پاکستان کې خپلو بریدونو ته شدت ورکړی دی.انځور: Rescue 1122 Head Quarters/AP/picture alliance

د پاکستان پوځ همدا راز زیاته کړې چې د جمعې په ورځ يې دافغانستان سره په پوله د خيبر ضلعې په تيره دره کې د تندلارو پر يوه پټنځاي عمليات کړي چې پکې يو پاکستانی عسکر او يو جنگيالي وژل شوي دي. په دې وروستیو ورځو کې د پاکستان په شمال لویدیځ کې پر امنیتي ځواکونو د وسله والو بریدونه زیات شوي دي.

د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په شمال لویدیځ کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان ځانمرگي برید وشو چې له امله یې نهه سرتیري ووژل او شل نور ټپیان شول. برید د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې شوی وو. بنو د شمالي وزیرستان دروازه ده چې د لسیزو راهیسې د وسله والو لپاره د خوندي پټنځای په توګه کارول کیږي.

په ورته وخت کې پاکستاني طالبانو هم په پاکستان کې خپلو بریدونو ته شدت ورکړی دی. پاکستان بیا تور پورې کوي چې پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې بریدونه تنظیموي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل