1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د پاکستان پوځ وايي تر شلو ډېر وسله وال یې وژلي

بريښنا صابر | فرانسوي خبري آژانس
۱۴۰۵ اردیبهشت ۴, جمعه

د پاکستان پوځ ويلي دي چې امنيتي پرسونل یې د هېواد په شمال لوېديځ کې د نښتو په ترڅ کې روانه اونۍ ۲۲ شکمن وسله وال وژلي دي. زیاته شوې چې د متقابلو فېرونو پر وخت يو ماشوم هم وژل شوی.

 پاکستان چمن: له افغانستان سره په سرحد کې یو پاکستانی ټانک
د چهارشنبې په ورځ هم د کان د يوې پروژې پر ساحې د بريد پر وخت د يوه ترکي وګړي په ګډون د لسو کسانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی وو.انځور: Abdul Basit/AFP

د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې په يوه اعلامیه کې ويل شوي دي چې د سه شنبې په ورځ «د قانون پلي کوونکو ادارو او امنيتي ځواکونو ګډ پوځي عمليات وکړل چې په پایله کې یې له وسله والو سره شديدې نښتې رامنځته شوې او په دې ترڅ کې وسله وال ووژل شول.»

په دې متقابلو ډزو کې په خیبر سيمه کې يو لس کلن ماشوم هم وژل شوی دی.

د هېواد لومړي وزير شهباز شريف، د دفتر په حواله نوموړي «د ترهګرو له لوري پرته د کومې پارونې د ډزو په ترڅ کې د يوه لس کلن ماشوم پر شهادت ژوره خواشيني څرګنده کړې ده.»

په دې وروستیو کې په پاکستان کې امنيتي پېښې او بريدونه ډېر شوي دي چې د زياترو پړه د تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي ډله اخلي، په ځانګړي توګه افغانستان ته په څيرمه پرتو ایالتونو کې.

د چهارشنبې په ورځ هم د کان د يوې پروژې پر ساحې د بريد پر وخت د يوه ترکي وګړي په ګډون د لسو کسانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی وو.

پاکستان پر طالبانو تور پورې کوي چې د تحريک طالبان پاکستان ډلې جنګیالو او مشرانو ته یې پناه ځایونه ورکړي دي، خو په کابل کې د طالبانوادارې په تکراري ډول دا خبره رد کړې ده.

دې ډول څرګندونو د دې ګاونډيو هېوادونو ترمنځ اړيکې خړې پړې کړي دي او په پایله کې یې سرحدي نښتې هم شوي دي.

د پاکستان پوځ په دې وروستيو کې په دغه هېواد کې د بريدونو تر څپې وروسته په افغانستان کې يو شمیر هوايي بريدونه وکړل او د هېواد د دفاع وزیر له افغانستان سره د »ښکاره جګړې» خبره کړې وه.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب