د پاکستان پوځ د ۱۳ پاکستاني طالبانو له وژلو خبر ورکړی دی
۱۴۰۴ مهر ۳, پنجشنبه
د پاکستان د پوځ په اعلامیې کې راغلي دي چې دغه برید د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د سپټمبر ۲۴ مه) د خیبر پښتونخواه د ډیره اسماعیل خان په سیمه کې رامنځته سوې ده.
پوځ د خپلې اعلامیې په یوه برخه کې وژل سوي یاغیان "خوارج" بللي دي چې دغه اصطلاح معمولاً د پاکستاني طالبانو له پاره کاروي.
د پاکستان امنیتي ځواکونو ویلي دي چې دغه وسله والو په وروستیو بریدونو په ځانگړي ډول د پولیسو د یوه مرکز مخې ته د ۲۰۲۳ م کال ځانمرگي برید کې لاس درلود چې له امله یې ۲۳ امنیتي ځواکونه وژل سوي وو.
اړوند:د پاکستان د بهرنيو چارو وزير: د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو فعاليت د سيمې ثبات ګواښي
د نوموړې اعلامیې له مخې د ملیشو له پټنځای څخه یو شمیر وسلې او مهمات هم کشف او ضبط سوي دي.
د پاکستان پوځ ادعا کړې ده چې وژل سوي یاغیان د گاونډي هیواد ، هند له ملاتړ څخه برخمن وو.
اسلام آباد په دا وروستیو میاشتو کې، هند له پاکستاني طالبانو او ددغه هیواد په جنوب لویدیځ کې د بلوڅو بیلتون غوښتونکو څخه په ملاتړ تورن کړی دی. خونوی ډیلیبیا دغه ډول تورونه تل ردوي.
پاکستان په وروستیو کلونو کې د ملیشو له خوا د زورزیاتیو د زیاتوالي شاهد و. اسلام آباد وايي چې دغه تخریبي فعالیتونه په تیره بیا بلوڅ بیلتون غوښتونکي او پاکستاني طالبان چې د تحریک طالبان پاکستان یا "ټي ټي پي" په نوم یادیږي، ترسره کوي.
"ټي ټي پي" په افغانستان کې له طالبانو څخه یوه بېله ډله ده، خو ویل کیږي چې دغه دواړې ډلې یو له بل سره متحدې دي. په ۲۰۲۱ م کال کې واک ته د طالبانو په بیا رسیدو سره، د پاکستاني طالبانو تحریک لا نور زړه ور سوی دی. پاکستان تل دا ادعا کوي چې د "ټي ټي پي" ډیریو رهبرانو او جنگیاليو افغانستان ته پناه وړې ده.