1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيپاکستان

د پاکستان پوځ وايي خيبر پښتونخوا کې ۵ عسکر وژل شوي

۱۴۰۳ تیر ۲, شنبه

د پاکستان پوځ وايي چې په خيبر پښتونخوا ایالت کې د سړک غاړې ماين په چاودنه کې ېې ۵ سرتيري وژل شوي دي. دغه پیښه پرون دجمعې په ورځ په کرمه اجنسۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د آرشیف انځور - پاکستاني پوځیان د دغه هېواد د بلوچستان ایالت په مربوطاتو کې د دندې پرمهال
د آرشیف انځور - پاکستاني پوځیان د دغه هېواد د بلوچستان ایالت په مربوطاتو کې د دندې پرمهالانځور: Picture alliance/Photoshot/Asad

د پاکستان پوځ ويلي چې دغه پېښه د جمعې په ورځ د جون ۲۱مه د خيبر پښتونخوا ایالت په کورمه ايجنسۍ کې رامنځ ته شوې ده. کورمه یوه غرنۍ سیمه ده چې له اوږدې مودې راهیسې پکې د پاکستاني طالبانو او ځايي داعش په ګډون وسلوالې ډلې فعالې دي.

د پوځ په اعلامیه کې راغلي دي چې «يو په لاس جوړ بم د امنيتي ځواکونو پر یوه موټر باندې چاودلی دی.»

پوځ زیاته کړې چې په دغه چاودنه کې د دوی «د دغې خاورې پنځه زړور بچیان» له منځه تللي دي.

د فرانسې خبري آژانس تېره ورځ ويلي وو چې د دغه برېد مسئولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی. په سيمه کې د پاکستان پر امنيتي ځواکونو ډېری حملې تحریک طالبان پاکستان (TTP) کوي.

په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو ډېرې حملې کیږي. د روانې میلادي میاشتې په سر کې د دغه ایالت په لکي مروت کې په یوه حمله کې د پاکستان ۷ عسکر وژل شوي ول.

(AFP)mks/akh

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب