د پاکستان پوځ: په اورکزو کې مو ۳۰ وسله وال وژلي
۱۴۰۴ مهر ۱۸, جمعه
د اورکزيو سيمې د اکتوبر د ۷مې نیټې د بريد پړه پاکستاني طالبانو يا تحريک طالبان پاکستان ډلې منلې وه.
پوځ په يوه اعلاميه کي ويلي دي: «د عملياتو په ترڅ کې چې د معتبرو استخباراتي معلوماتو پر مټ ترسره شول، تر شديدو متقابلو فېرونو وروسته ټول ۳۰ د هند له ملاتړه برخمن خوارج (وسله وال) چې په ترهګریز برید کې یې لاس درلود ووژل شول.»
اړونده موضوع: د وسله والو په بريد کې ۶ پاکستاني پولیس وژل شوي
د پاکستان پوځ په دې وورستيو کې د «خوارج» اصطلاح پاکستاني طالبانو له پاره کاروي.
پاکستان چې له هند سره په می میاشت کې د څو لسیزو په تر ټولو ناوړه متقابلو بريدونو کې ښکيل شوی وو، او له هغه وخته د دواړو هېوادونو اړيکې ډېرې خرابې دي، نوي ډيلي د وسله والو په ملاتړ تورنوي. خو هند دا تورونه ردوي او هغه «بې بنسټه» بولي.
د هند د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان د پوځ د دې تازه اعلامیې په اړه وپوښتل شو خو په دې اړه یې سملاسي کومه تبصره نه ده کړې.
پاکستان دا هم وایي چې وسله وال پر پاکستان د بريد له پاره د ګاونډي هېواد افغانستان خاوره کاروي، هغه يوه ادعا چې په کابل کې واکمن د طالبانو حکومت یې په کلکه ردوي.
اړونده موضوع: رپوټ: د کال په دريمه ربع کې په پاکستان کې تاوتريخوالي زور اخيستی
له افغانستان سره د پاکستان اړيکي له هغه وخت راهېسې خړې پړي دي چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د امريکا په مشرتوب ناټو ځواکونه له دغه هېواد څخه ووتل او طالبان واک ته ورسېدل.
په کابل کې چاودنې
د پاکستان د پوځ له لوري د وسله والو د وژلو دا اعلان څو ساعته وروسته له هغه وشو چې په کابل کې د سختو چاودنو غږونه اوريدل شول. په عين وخت کې د طالبانو د ادارې د بهرنيو چارو وزير امیر خان متقي، په خپل لومړي رسمي سفر هند ته تللی دی.
طالب چارواکو په کابل کې د بيګا شپې چاودنې تائيد کړي او ويلي یې دي چې دې چاودنو هیڅ تلفات نه درلودل. همدا راز زياته شوې ده چې د پېښې په تړاو پلټنې رواني دي.