1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د پاکستان پوځ وايي ۱۱ وسله وال يې وژلي دي

۱۴۰۳ خرداد ۲۲, سه‌شنبه

د چارواکو په حواله د پاکستان امنيتي ځواکونو د هيواد په شمال لوېدېځ کې د شپې له خوا په ترسره شويو عملياتو کې ۱۱ وسله وال وژلي دي. دا عمليات د سړک د غاړې یوه ماين په چاودنه کې د ۷ پاکستاني عسکرو تر وژل کيدو وروسته شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي ۱۱ وسله وال يې وژلي دي
د پاکستان پوځ وايي ۱۱ وسله وال يې وژلي ديانځور: Abdul Majeed/AFP/Getty Images

د پاکستان پوځ د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي دي چې د استخباراتي معلوماتو پر مټ دا عمليات د يکشنبې په ورځ د سړک د غاړې د يوې ماين چاودني د غچ اخيستنې په موخه ترسره شوي دي. په دغه چاودنه کي د يکشنبې په ورځ د خيبر پښتونخوا په لکي مروت سيمه کې د يوه افسر په ګډون ۶ سرتيري ووژل شول. 

د پوځ له خوا زياته شوې ده چې دا عمليات لا دوام لري څو «په سيمه کې نور هر ډول ترهګر له منځه يوړل شي» او «امنیتي ځواکونه ژمن دي چې د ترهګرۍ د ګواښ رېښې له منځه يوسي.»

آیا افغانستان کې داعش د ګاونډیو هیوادونو له خوا ملاتړ کیږي؟

34:51

This browser does not support the video element.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د يکشنبې ورځې د بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې، خو د دې ډول بريدونو پړه تل پر تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي ډلي اچول کيږي. دې ډلې په ۲۰۲۱م کال کې په افغانستان کې د طالبانو په دويم ځل تر واکمنېدو راهېسې خپل فعاليتونه ډېر کړي دي.

پاکستاني چارواکي تل پر افغان طالبانو د ټي ټي پي د ملاتړ او دغه ډلې ته د پټنځايونو د ورکړې تور پورې کوي. خو افغان طالبان دا ډول تورونه ردوي. پاکستاني طالبان هم وايي چې پر پاکستان د بريدونو په موخه د افغانستان له خاورې څخه استفاده نه کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب