1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د پاکستان پوځ وايي ۸ وسله وال یې وژلي

۱۴۰۲ آذر ۶, دوشنبه

د پاکستان پوځ ويلي دي چې د هېواد په شمال لوېديځ کې د افغانستان پولې ته څېرمه یې د طالبانو پر يوه پټنځای چاپه وهلې چې په نتيجه کې نښته رامنځته شوې ده. د پاکستان پوځ په دې ترڅ کې د ۸ وسله والو د وژل کيدو خبره کړې ده.

آرشيف انځور: د مومندو په جنډا سیمه کې د پاکستاني پوځ ګزمه
آرشيف انځور: د مومندو په جنډا سیمه کې د پاکستاني پوځ ګزمهانځور: dapd

د پوځ له خوا په خپره شوې يوه اعلاميه کې راغلي دي چې د يکشنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د نوامبر ۲۶) دغه عمليات په جنوبي وزيرستان کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ شوي چې په ترڅ کې يې پاکستاني ځواکونو وسلې او تجهیزات هم ضبط کړي دي.

په اعلاميه کې د وسله والو د هويت په اړه هیڅ ډول جزیات نه دي ورکړل شوي، خو د پاکستان پوځ پاکستاني طالبان چې د تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي په نوم هم یاديږي، په دغه هېواد کې د ترسره کیدونکو اکثريت بريدونو مسئول ګڼي.

ويل کیږي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د ټي ټي پي يو شمیر مشرانو او جنګيالو په دغه هېواد کې پټنځايونه موندلي دي او هغوی یې چې په ټول هېواد کې پر پاکستاني ځواکونو بريدونه کوي، نور هم زړور کړي دي.

همدې څه د دواړو هيوادونو ترمنځ ترنګلتياوې هم ډېرې کړي دي. پاکستان په کابل کې د طالبانو له ادارې غوښتنه کوي چې ټي ټي پي دې له دې منع کړي چې د افغانستان خاوره پر پاکستان د بريدونو له پاره وکاروي. هغه څه چې افغان طالبان یې تل ردوي.

په روانه ميلادي میاشت کې پاکستاني چارواکو د هغو افغان کډوالو په ايستلو لاس پورې کړ چې په هغه هېواد کې د اوسېدو اسناد نه لري.

پاکستاني چارواکي که څه هم چې وایي د غير قانوني کډوالو د ایستلو پريکړه یې ټولو بهرنيو اتباعو ته متوجې ده خو له دې عملياتو څخه تر ټولو ډېر هغه په میليونو افغان کډوال اغیزمن شوي چې له اسنادو پرته په پاکستان کې ژوند کوي.

تر اوسه تر ۴۰۰ زرو ډېر افغانان د نيول کیدو له ویرې بيرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

ب. ص/ ن. ز (APE)

زموږ له آرشيف څخه: 

م.م پاکستان ته: د افغان کډوالو د اخراج لړۍ بنده کړئ

04:02

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل